د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

انتخاباتو کمېسیون راتلونکي اوونۍ د رأیې ورکولو د مرکزونو څېړنه پیلوي


د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي چې په راتلونکي اوونۍ کې د رأیې ورکولو د مرکزونو څېړنه پیلوي چې هدف یې د زورواکو له نفوذه د دغو مرکزونو ایستل او د هغو مرکزونو تړل شامل دي چې خلک ورته لاس رسی نه لري.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون منشي او ویاند عبدالبدیع صیاد د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې له مخکیني پلان سره سم دا څېړنه به د زمري د میاشتې په شپاړلسمه نېټه پیل شي.

ده زیاته کړه چې د تخنیک او عامه پوهاوي برخې کارکوونکو ته دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو چې له بشپړېدو سره به یې د څېړنې کار په رسمي ډول پیل شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون منشي او ویاند عبدالبدیع صیاد
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون منشي او ویاند عبدالبدیع صیاد

دی وايي:

"د رأیې ورکونکو مرکزونه به د سیمه‎ییزو زورواکو او ملکانو له کورونو لېرې په دولتي تأسیساتو کې لکه ښوونځيو، روغتونونو او مسجدونو کې جوړ شي، ټول مرکزونه بیا ارزول کېږي، کوم مرکزونه چې خلک ورته لاس رسی نه‎لري او یا هم خیالي وي باطلېږي او نوي مرکزونه جوړېږي، یعنې مرکزونه په متوازن ډول جوړېږي."

ښاغلي صیاد دغه شان وویل چې په را روانو انتخاباتو کې به هر رأیه ورکوونکی د رأیې ورکونې په یو ځانګړي مرکز کې ثبتېږي چې له هماغه مرکز پرته بیا بل ځای رایه نه‎شي کارولی.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون څه موده مخکې د راتلونکې کال د سرطان شپاړلسمه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ورځې په توګه اعلان کړه.

ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د ۲۰۱۵ میلادي کال په پسرلي کې وشي خو ظاهراً د انتخاباتي سیسټم نه اصلاحات د دې لامل شول چې دغه انتخابات په خپلې ټاکلې نېټه ترسره نه‎شي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ ټیفا که څه هم د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوري د رأیې ورکونې د مرکزونو د ارزونې هرکلی کوي خو وايي چې د انتخاباتو په وړاندې د پرتو نورو ستونزو ارزونه هم په کار ده.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب‎زاده
د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب‎زاده

د دې بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب‎زاده د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"د رأیې ورکوونکې د مرکزونو له ارزونې مخکې مهمه ده چې موږ د امنیتي ننګونو یوه ارزونه ولرو، امن او ناامنه سیمې په نښه کړو، په دې توګه به د رأیې ورکونې د مرکزونو سمه ارزونه وشي او معلومه به شي چې خلک د رأیې ورکونې مرکزونو ته لاس رسی لري او کنه."

له دې وړاندې امنیتي بنسټونو د انتخاباتو د امنیت په اړه د چمتوالي خبر ورکړی وو.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د انتخاباتي مرکزونو تر ارزونې وروسته به د رأیې ورکوونکو د کارتونو د ورکولو لړۍ هم پیل شي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG