د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

ځیني وکیلان: ځيني چارواکي او بهرنۍ ادارې د «سي. بي. ار» پروسه کې لاسوهنې کوي


د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، په حکومتي ادارو کې د "سي. بي. ار" یا په دغو ادارو کې د غوره کسانو د ګمارلو او د حکومتي کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو پروسه، په شفافه توګه نه‌ترسره کېږي.

دوی د چهارشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، داسې شواهد او اسناد شته چې ځیني لوړپوړي حکومتي چارواکي، وزیران او ځیني بهرنۍ ادارې په دغې پروسه کې د خپلو شخصي ګټو په خاطر لاسوهنه کوي.

دوی وویل، په یاده پروسه کې د غیر قانوني لاسوهنو له امله د ګڼ شمېر وړو کسانو حقونه، تر پښو لاندې کېږي.

د جرګې لومړي مرستیال همایون همایون چې په دې ورځ‌يې د جرګې مشري کوله، د موضوع په اړه د جرګې د ځینو غړو له بحثونو او انتقادونو وروسته وویل:

"ترڅو چې محترم وزیر صاحب، اسیايي بانک او له جمهور رئیس پورې تړلي کسان ټیلیفون ونه‎کړي، د «سي. بي. ار.» په پروسه کې څوک نه‎شي بریالی کېدلی. دوی په دې توګه غواړي چې راتلونکي انتخابات، د همدغو کسانو په ذریعه ترسره او بریالي شي."

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون
د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون

د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې د «سي. بي. ار» یا په دولتي ادارو کې د وړو کسانو د ګمارلو او د دولتي کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو پروسه، درې کاله دمخه په دولتي ادارو کې پیل شوه چې اوس‎مهال په شااوخوا شلو وزارتونو او نورو دولتي ادارو کې د پلي کېدو په حال کې ده.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون مسؤلین وايي، تر اوسه د دغې پروسې له لارې په دولتي ادارو کې ګڼ شمېر وړ کسان، په بېلابېلو بستونو کې ګمارل شوي او د ګڼو پخوانیو دولتي کارکوونکو ظرفیتونه لوړ شوي دي.

افغان کارپوه او د سولې لپاره د روزنیز او څېړنیز بنسټ رئیس صلاح‌الدین درویش په دولتي ادارو کې د «سي. بي. ار» د پروسې له لارې د وړو کسانو ګمارل ګټور ګڼي، خو په دې پروسه کې پر دقت او شفافیت ټینګار کوي.

په ورته وخت کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمېسیون د «سي. بي. ار» د پروسې مسؤل حشمت‌الله هاشمي، په یاده پروسه کې د شفافیت نشتوالی ردوي او وايي چې دغه پروسه له قانون سره سمه پر مخ ځي.

ښاغلی هاشمي وايي:

"په دې کې هېڅ مؤسسه لاس نه‎لري چې زور پرې راوړي «سي. بي. ار» پخوا د مالیې وزارت او د اداري اصلاحاتو د کمېسیون له‎خوا اداره کېده، یو لړ ستونزې په‌کې وې، خو په وروستیو دوو میاشتو کې د جمهور رئیس د حکم سره سم دواړه ادارې زموږ د کمېسیون تر ادارې لاندې کار کوي او ستونزې په‎کې کمې شوې دي. ستونزې دومره نه‎دي لکه هغوی چې یې وايي."

سربېره پر دې د ولسي جرګې پر دغو غړو، ځینو ځوانانو هم ازادي راډیو سره په خبرو کې د «سي. بي. ار» د پروسې پر شفایت انتقادونه کړي دي.

په دې اړه د «سي. بي. ار» د پروژې مسؤلین وايي، پر دغې پروژې تر ډېره ځایه هغه کسان او زورواکي انتقاد کوي چې په‎خپله یا د دوی خپل خپلوان د یادې پروژې په امتحان کې نه‌بریالي کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG