د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

بېدار: حکومت دې د ټاکنو د پروسې د پيل لپاره جدي امنيتي تدابير ونيسي


د انتخاباتو خپلواک کمېسيون چارواکي وایي، د راتلونکو ټاکنو د پروسې د پيل لپاره امنيت جدي مسئله ده چې حکومت ورته پاملرنه وکړي.

دا څرګندونې د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون کمېشنر رفیع‌الله بېدار د دوشنبې په ورځ په ننګرهار کې د ټاکنو د پروسې د پيل په اړه په جوړه شوې غونډه کې وکړې.

نوموړي وويل، په پام کې ده چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د مرکزونو د بيا ارزونې پروسه سبا سې شنبه په عملي توګه پيل شي.

بېدار وويل، د دې پروسې د پيل او د راتلونکو ټاکنو ترسره کېدو لپاره د امنيت مسئله جدي ده چې حکومت ورته باید له وړاندې نه پوره چمتووالی ونيسي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون کمېشنر رفیع‌الله بېدار
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون کمېشنر رفیع‌الله بېدار


دی وايي:

"د امنیت مسئله ډېره جدي ده په تېرو ټاکنو کې هم جدي مسئله وه او په دې ټاکنو کې به یو ځل بیا مهمه وي. دا د دولت مکلفیت دی چې د انتخاباتي مرکزونو او د دې پروسې لپاره پوره امنيت خوندي کړي."

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل بیا په دې غونډه کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې د انتخاباتو له ټولو مرکزونو به امنیتي ځواکونه په پوره باور ساتنه کوي.

همدارنګه ښاغلي ګلاب منګل زیاته کړه چې په راتلونکو ټاکنو کې به هېڅ‎چا ته د لاسوهنو اجازه ورنه‎کړي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل

دی وايي:

"غير قومي او غير اصولي اهدافو لپاره که هر ډول توطئې ترسره کېږي ان‌شاءالله د هغو په شنډولو کې به هم کوښښ کوو او بل زموږ به هڅه همدا وي چې د ولسونو لپاره امنيت خوندي کړو او د ټاکنو د شفافیت لپاره به زمینه برابروو او د ټولو مرکزونو امنیت به خوندي ساتو."

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راتلونکو ټاکنو د پروسې د پيل خبره کوي، خو لا تر اوسه د حوزوي او غیر حوزوي ټاکنو د ترسره کېدو په اړه وروستۍ پايلې ته نه‎دي رسېدلي.

د دې کمېسیون د معلوماتو پر اساس راتلونکې پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې به د ۱۳۹۷ کال د سرطان په ۱۶مه نېټه ترسره شي.

راپور: شاه محمود شينواری

XS
SM
MD
LG