د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

اسماعیل خان: عبدالله د جمعیت ګوند مشروع غوښتنې نه‌دي پر ځای کړي


د افغانستان د اوبو او انرژۍ پخوانی وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند د مشرتابه شورا غړی اسماعیل خان وايي، له اجرائیه رئیس سره‌یې سیاسي اړیکې شکولې دي او د دې ګوند ډېری غړي او پلویان د اجرائیه رئیس له کړنو راضي نه‌دي.

اسماعیل خان چې د یکشنبې په ورځ‌یې له ازادي راډيو سره خبرې کولې وویل، عبدالله عبدالله په تېرو انتخاباتو کې د جمعیت اسلامي ګوند له ادرسه کاندید و، خو د ده په خبره د دوی غوښتنې یې نه‌دي پوره کړي.

د جمعیت اسلامي د مشرتابه شورا دا غړی وايي، اوس دوی له اجرائیه ریاست سره هېڅ ډول سیاسي اړیکې نه‌لري.

نوموړي زیاته کړه:

"په مجموع کې چې جمعیت اسلامي کوم کاندید ورکړی و هغه ډاکتر صاحب عبدالله عبدالله و چې هغه نه‌دی توانېدلی په نظام کې د جمعیت مشروع او معقولې غوښتنې پوره کړي، نو جمعیت یو ډول ګېله لري او موږ هېڅ ډول سیاسي اړیکې ورسره نه‌لرو."

اسماعیل خان وايي، د دې لپاره چې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله اړیکې له خلکو سره خرابې نه‌شي ځیني دوکه‌باز او کاذب کسان‌یې خپل سلاکاران ټاکلي دي.

د ده په باور، تر اوسه دا هم معلومه نه‌ده چې اجرائیه ریاست خپلو دغو سلاکارانو ته تنخواګانې له کومه ورکوي.

جاوید فیصل
جاوید فیصل

په ورته وخت کې د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل بیا د اسماعیل خان د دغو څرګندونو په غبروګون کې وايي:

"امیر صاحب اسماعیل خان د افغانستان یو پېژندل شوی او د احترام وړ شخص دی، خو نظر او لیدلوری یې خپل دی او یوازې له خپل ځانه استازیتوب کوي."

له دې وړاندې د بلخ والي عطا محمد نور او ځينو نورو څېرو چې په تېرو انتخاباتو کې یې د عبدالله عبدالله ملاتړ کړی له ښاغلي عبدالله خپل ملاتړ بېرته اخیستی ویلي یې دي چې هغه‌یې غوښتنې نه‌دي پوره کړي.

تر هغې وروسته عطا محمد نور له خپل سیاسي حریف عبدالرشید دوستم سره یوځای شو او نوی سیاسي ائتلاف‌یې جوړ کړ.

اسماعیل خان له ازادي راډيو سره د یکشنبې د ورځې په مرکه کې له اوسني وضعیت څخه د وتلو په هدف، ټينګار وکړ چې ولسمشر او اجرائیه رئیس باید له واکه لیرې او ډېر ژر نوي انتخابات ترسره شي.

خو په دې برخه کې پخوا هم د جمهوري ریاست ځواب دا و چې د اساسي قانون له مخې انتخابات د ولسمشر غني د جمهوري ریاست د مودې تر بشپړېدلو وروسته ترسره کېږي.

خو د چارو کارپوه احمد سعیدي وايي چې په تېرو انتخاباتو کې عبدالله عبدالله یوازې د جمعیت ګوند کاندید نه‌و، بلکې ځيني نورو ګوندونو، خلکو او ډلو یې هم ملاتړ کړی و.

د ده په باور اجرائیه رئیس له دې امله چې نه‌دی توانېدلی له خپلو صلاحیتونو استفاده او انتخاباتي شعارونه عملي کړي، ډېری ملاتړي یې له لاسه ورکړي دي.

ښاغلی سعیدي وايي، د خلکو د باور خپلولو لپاره په کار ده چې اجرائیه رئیس هغه څه عملي کړي، کوم چې له خلکو سره‌یې ژمنه کړې وه.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG