د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

عطا محمد نور: د "افغانستان د ژغورنې ائتلاف" به د حکومت کاږه ګامونه سم کړي


زرګونه کسانو په بلخ ولایت کې د «افغانستان د ژغورنې ائتلاف» په ملاتړ احتجاج ترسره کړ.

هغوی یوې غونډې ته هم حاضر شول چېرې چې د بلخ والي عطا محمد نور په‌کې د «افغانستان د ژغورنې ائتلاف» په استازيتوب د مرکزي حکومت پر کړنو انتقاد وکړ.

عطا محمد نور د یاد ائتلاف ملاتړو او هوادارانو ته وویل چې مرکزي حکومت او په تېره بیا د جمهوري ریاست ماڼۍ دې موجوده اداري استبداد ته د پای ټکی کېږدي.

د بلخ والي وویل که په جمهوري ریاست کې د حکومت مشرانو ټولنیز عدالت تأمین نه‌شوی کړی، نو تر راتلونکي یو کاله به دوی په دې موجوده نظام کې استقرار او بقا ونه‌کړي.

هغه وویل:

"کوم ائتلاف چې د جوړېدو په حال کې دی، د حکومت کاږه قدمونه به سم کړي، موږ په اړګ کې چارواکو ته وايو تر څو چې ټولنیز عدالت تأمین نه‌شي، ستاسو غرور راکم نه‌شي او تر څو د څلورو او یا پنځو کسانو له لاسه د قدرت انحصار له‌منځه ولاړ نه‌شي، تاسو نه‌شئ کولای چې تر راتلونکي یو او یا هم یو نیم کاله په دې نظام کې استقرار ولرئ."

عطا محمد نور همداراز له مرکزي حکومت نه وغوښتل تر څو د جمهور رئیس د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم دنده او صلاحیتونه ورته بیا ورکړي او همدارنګه د امنیتي پوستونو له رأس څخه دې مفسدې څېرې لیرې کړي.

په بلخ کې د «افغانستان د ژغورنې ائتلاف» د ملاتړو غونډه.


دې غونډې او احتجاج ته د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق هم راغلی و، هغه هم د ملي یووالي حکومت مشران په ځانګړي ډول په جمهوری ریاست کې د قدرت خاوندان د واک په انحصاري کولو تورن کړل.

سره له دې چې په دې احتجاج کې چې د «افغانستان د ژغورنې د ائتلاف» په ملاتړ په مزار شریف کې جوړ شوی و، زرګونه کسانو ونډه اخیستې وه، خو یو شمېر نور بیا د دا ډول غونډو او احتجاجونو جوړولو د څو کسانو په شخصي نفع بولي.

دوی وايي، تر څو چې حکومت د خدمت اراده ونه‌لري او ټول زاړه، ځوانان، ښځې او نارینه په یو غږ واټونو ته راونه‌ځي او خپل حق ونه‌غواړي، د څو مشخصو کړیو له‌خوا د دا ډول احتجاجونو جوړول د ټولو په ګټه نه‌دي.

د مزار شریف دوه تنه اوسېدونکي خالد او فرزاد یې په اړه وايي:

"د دا ډول احتجاجونو او غونډو جوړول هم د ولس په ګټه دي او هم نه‌دي، دا ځکه چې حکومت توجه که وکړي د خلکو په ګته تمامېږي، خو دا ځیني نور کسان بیا د احتجاج د شخصي ګټو په خاطر ترسره کوي."

"زموږ له سیمې یې دې احتجاج ته ۲ زره کسان راغوښتي و، خو په پای کې څو تنو مشرانو خپلې شخصي غوښتنې مطرح کړې."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې پخوا هم د بلخ والي عطا محمد نور خلکو ته په مختلفو غونډو کې د خبرو پر مهال د مرکزي حکومت پر کړنو انتقاد کړی او د جمهوري ریاست چارواکي یې د واک په انحصار کولو تورن کړي و.

تر دې دمخه د ارګ ویاندویانو د «افغانستان د ژغورنې ائتلاف» د جوړښت او د هغوی د مشرانو د څرګندونو په غبرګون کې ويلي و چې د ائتلاف غړي د حکومت برحاله چارواکي دي دوی دې د انتقاد پر ځای، د اصلاح لپاره بدیل او طرحې شریکې کړي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG