د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

ارګ د بلخ د والي په غبرګون: انتقاد کوونکي په نظام کې برخه لري


د افغانستان جمهوري ریاست د بلخ د والي عطا محمد نور د انتقادونو په اړه وايي، انتقاد کوونکي په نظام کې برخه لري او د حکومت په لاسته راوړنو او ستونزو دواړو کې شریک دي.

دا ریاست وايي، په نظام کې شامل کسان دې د انتقادونو پرځای حکومت ته خپل وړاندیزونه وړاندې کړي.

د بلخ والي عطا محمد نور په دې وروستیو کې د ملي يووالي په حکومت سختې نيوکې کړي او دا نظام يې استبدادي بللی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د دوشنبې په ورځ د ښاغلي نور د وروستیو څرګندونو په غبرګون ازادي راډيو ته وویل، په نظام کې چې څه شته په دې کې دا ټول شریک دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

نوموړی وايي:

"کوم شخصیتونه چې دا مسایل مطرح کوي دوی په‎خپله په حکومت کې شامل دي او د حکومت په ستونزو او لاسته راوړنو دواړو کې شریک دي، په نظام کې استبداد نشته او کومې پرېکړې چې کېږي هغه فردي نه‎دي."

ښاغلی مرتضوي وايي، د افغانستان نظام مشورتي دی او د حکومت ټولې چارې د حکومتي چارواکو په مشوره مخ ته ځي.

دا څرګندنې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د بلخ والي عطا محمد نور چې د یوې میاشتې راپه دېخوا د افغانستان د ژغورنې د ائتلاف د تشکيل په هدف له هېواد څخه بهر و، د یکشنبې په ورځ په بلخ ولایت کې د ملي یووالي حکومت په استبداد او انحصارګرۍ تورن کړ او د حکومت پرکړنو یې سخت انتقاد وکړ.

عطا محمد نور د تل په څېر د امنیت د ټینګښت په برخه کې د مرکزي حکومت کړنو ته انتقاد ګوته ونیوله ویې ویل، د حکومت ضد وسله‎وال فعالیت په هېواد کې د پراخېدو په حال کې دی.

ښاغلی نور دغه شان ویلي، له اجرائیه ریاسته يې ځکه لار بېله کړه چې د بې کفایتۍ له کبله يې د خلکو له حقونو سمه دفاع نه‎ده کړې.

نوموړي دغه شان ویلي چې دوی د حکومت د اداري استبداد پر وړاندې او د اصلاحاتو د راوستلو په خاطر مبارزه کوي.

ده په حکومت د فشار راوړلو په هدف په مرکز او ولایتونو کې د مظاهرو خبره هم کړې ده.

له دې وړاندې د اجرائيه ریاست لومړي مرستیال محمد محقق هم حکومت په اقتصادي، امنیتي او سیاسي لحاظ له بحران سره مخ بللی و او ویلي و چې د ده له‎خوا کابینې ته معرفي شوي وزیران صلاحیت نه‎لري.

د حکومت یادو لوړ پوړیو چارواکو انتقادونو د ولسي جرګې اندېښنې راپارولي او د دې جرګې يو شمېر غړي وايي چې حکومت باید د یادې ستونزې د هواري لپاره ټول په يو ټغر راټول کړي.

له ډلې يې محمد حسن شریفي بلخابي وايي:

"حکومت باید دې ته پام واړوي چې هېواد باید د ناورین خوا ته لاړ نه‎شي، دوی ټول معترضین باید تر يو چتر لاندې راټول کړي او خبرې یې واوري او دواړه لوري سره قناعت وکړي، خو که په تقابل کې شي خلک به یې قرباني شي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د خلکو د محور په نوم يو سیاسي خوځښت چې د پخواني حکومت یو شمېر مهم چارواکي يه کې شامل دي، د یکشنبې په ورځ خپل موجودیت اعلان او په حکومت يې د ستونزو له کبله انتقادونه وکړل.

د دغه ائتلاف غړو هم اوسنی حکومت غېری قانوني، غېرې مشروع او بې کاره وباله او د ياد سیاسي جریان د جوړېدو هدف يې په هېواد کې د روانو ستونزو کابو کول په ګوته کړل.

خو افغان حکومت تل دا ویلي چې مشروع او د خلکو د رایو پر بنسټ رامنځته شوی دی.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG