د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

ارګ د محقق په غبرګون کې: وزیران صلاحیتونه لري او حکومت هم بحران سره مخ نه‌دی


ارګ دا ادعا رد کړه چې ګنې ځیني وزیران صلاحیتونه نه‌لري او حکومت له بحران سره مخامخ دی.

د ولسمشر غني د ویاند دفتر سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي د اجرائیه رئيس د دوهم مرستیال محمد محقق د څرګندونو په غبرګون کې ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر او اجرائیه رئيس ترمنځ بشپړه همغږي شته او د ملي یووالي د موافقې اکثره برخې تطبیق شوي دي.

د ولسمشر غني سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر غني سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي

مرتضوي زیاته کړه:

"د ملي یووالي په حکومت کې هېڅڅوک د موافقې د تطبیق مخالف نه‌دي، ولسمشر او اجرائیه رئيس په خپل منځ کې نېږدې او خورا قوي او صمیمیانه همکاري لري، په دې ورځو کې په مهمو موضوعاتو کار کوي او ډېر پرمختګونهیې په‌کې کړي دي، د موافقې یوه برخه د انتخاباتو اصلاحات او د الکترونیکي تذکرې موضوع وه چې مهم اقدامات‌یې په اړه شوي دي، د کابینې ټول غړي بشپړ صلاحیتونه لري، تاسې وینئ چې په وزارتونو کې مهم قراردادونه لاسلیک کېږي."

د اجرائیه رئیس دوهم مرستیال محمد محقق، د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم او د بلخ والي عطا محمد نور په وروستیو کې په ترکیه کې د یوه ائتلاف پر جوړولو سلا وکړه.

دغه ائتلاف ظاهراً د ولسمشر غني پر ضد جوړ شوی، خو محمد محقق له ترکیې څخه تر راستنېدو وروسته په بلخ او پرون په کابل کې خپلو پلویانو او خبریالانو ته وویل چې د دوی د ائتلاف هدف د حکومت پرځول او کمزوره کول نه‌دي.

محقق وویل چې د ده له لوري کابینې ته معرفي شوي وزیران بشپړ واک نه‌لري.

د اجرائیه رئیس دوهم مرستیال محمد محقق
د اجرائیه رئیس دوهم مرستیال محمد محقق

نوموړي زیاته کړه:

"باید د ملي یووالي د حکومت پر موافقې عمل وشي، د هر چا حقوق دې د دې موافقې پر اساس ورکړل شي، د اساسي قانون له لویې جرګې رانیولې تر انتخاباتي او اداري اصلاحاتو پورې ټول موارد چې په موافقه کې شامل دي باید تطبیق شي."

ده حکومت له سیاسي، امنیتي او اقتصادي بحران سره مخامخ وباله او د دغو بحرانونو د حل کولو د حل لار یې خبرې وبللې.

خو د ولسمشر غني سرپرست ویاند ښاغلی مرتضوي وايي چې په بېلابېلو امنیتي او اداري برخو کې پراخ اصلاحات پیل شوي او په امنیتي برخه کې قوي بدلونونه راغلي دي.

XS
SM
MD
LG