د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۵

غني: د خلکو د نارضایتۍ او اندېښنو اورېدو لپاره ملي بحث رابولم


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې اصلاحاتو ته ژمن دی او په یو ملي بحث کې به له خلکو سره سلا مشورې وکړي او د هغوی اندېښنې به واوري.

افغان ولسمشر وايي، په افغانستان کې اصلاحات راوستل ستونزمن دي ځکه غبرګونونه راپاروي او د نارضایتۍ بیا قومي بڼه غوره کوي.

ښاغلي غني چې د یکشنبې په ورځ یې د افغانستان او مرسته کوونکو هېوادونو د انسجام او ځارنې په شلمې ناستې کې وینا کوله وویل چې د اصلاحاتو په برخه کې د خلکو د نارضایتۍ لپاره ملي بحث رابولي او د خلکواندېښنې به واوري.

ښاغلي غني دغه شان ټینګار وکړ چې قومي نارضایتۍ پېچلې او ژورې محسوسېږي او په کمه ورته نه ګوري.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"زه یوملي بحث رهبري کوم، له خلکو سره مشورې کوو او اړیکې نیسو، د هغوی اندېښنې به واورو، موږ به په ټولیز ډول په ازاد بحث کې ځان غوښتنې او پاشل متوقف کړو، له ټولو ډلو سره به عادلانه چلند وشي او له هغوی نه به ښه استازیتوب وشي د هر افغان حق مساوي دی."

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ د هرات د پخواني والي سید حسین انوري په لومړي تلین کې د احمد شاه مسعود د بنسټ مشر احمد ولي مسعود ویلي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې قومي تضادونه زیات شوي او که مخنیوی یې و نه شي ناوړه پایلې به ولري.

یادو کسانو د افغانستان ژغورنې په نوم ائتلاف اعلان کړ.
یادو کسانو د افغانستان ژغورنې په نوم ائتلاف اعلان کړ.

بل خوا د بلخ والي، د ولسمشر لومړي مرستیال او داجرائیه ریاست دوهم مرستیال په دې وروستیو کې د «افغانستان د ژغورنې» په نوم یو نوی ائتلاف جوړ کړ چې دې هم د خلکو اندېښنې راپارولې دي.

په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر پر افغان حکومت غږ کوي چې د اصلاحاتو په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي.

په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر لارینس چې په دغه ناستې کې ګډون کړی و وویل چې په افغانستان کې سوله او ملي پراختیا د دوی پلانونه دي.

په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر لارینس.
په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر لارینس.

نوموړي زیاته کړه:

"د ملي پراختیا چوکاټ او سوله زموږ پلان دی چې بېوزلۍ راکمه کړو چې سوله راولو هوساینه او نېکمرغي رامنځته کړو دغه زموږ پیاوړې ژمنه ده، دا ژمنه مو مخکې هم کړې او اوس یې هم کوو."

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي چې د اصلاحاتو په راوستلو کې د ملي وحدت حکومت ترمنځ د نظر اختلاف نه شته.

خو ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې د حکومت او خلکو ترمنځ واټن زیات شوی دی.

عبدالله عبدالله چې د یکشنبې په ورځ یې د انسجام او څارنې د ګډ بورډ د شلمې ناستې په پای کې وینا کوله وویل چې د خلکو لومړیتوبونو ته پام سیاسي ثبات د حکومت یوه اړتیا ده.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"داچې نن ورځ په کوم موقعیت کې یو باید په دې اعتراف وکړو چې د حکومت او خلکو ترمنځ واټن څو چنده زیات شوی، د سیاسي قشر نارضایتي هم یو واقعیت دی چې سترګې ورنه نه شي پټېدای، د پروګرامونو د بریالیتوب لپاره چې موږ وتوانېږو د خلکو لومړیتوب ته پام وکړو او سیاسي ثبات ډېره مهمه او اساسي مسئله ده."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په یاده ناسته کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر ژمنو یو ټینګار وکړ.

په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر بیا د افغان حکومت ژمنو ته په اشارې سره وویل چې د ملي وحدت حکومت دې له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړې.

افغان ولسمشر د نړیوالې ټولنې استازو ته وویل چې د اصلاحاتو راوستل یو حتمي کار دی او اصلاحات باید د یو فرد او یا یوې اداري کار نه وي، بلکې اصلاحات ملي وي او د ټول حکومت له خوا عملي شي.

ښاغلي غني زیاته کړه چې تراوسه سولې ته لبیک نه دی ویل شوی او طالبان باید پوه شي چې وخت د دوی په ګټه نه دی.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG