د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

ولسمشر غني: هر څوک چې د اصلاحاتو وړاندیز لري، دا ګز دا میدان!


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، حکومتوالي ډسپلین غواړي او هر هغه څوک چې د سیاست ډګر ته راځي، باید حوصله ولري.

ښاغلي غني په ارګ ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان نظام مشورتي دی او هر څوک چې په نظام کې د اصلاحاتو غوښته لري، خپلې طرحې دې وړاندې کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني همدا شان وایي، د حکومتوالۍ په چارو کې اصلاحاتو ته ژمن دی او هر هغه څوک چې په دې برخه کې کوم وړاندیز لري، وړاندې دې یې کړي.

ښاغلي غني نن سې شنبه په ارګ کې د يوې خبري ناستې پر مهال وویل چې په هېواد کې د يوه معقول سیاست رامنځته کولو لپاره د سیاسیونو حوصله او واضح تګلاره اړینه ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني زیاته کړه:

"هر هغه څوک چې د اصلاحاتو وړاندیز لري، دا ګز دا میدان، که خبره د اصلاحاتو ده، نو څوک د اصلاحاتو ریکارډ لري؟ ما خپله شتمتي ټوله له ولس سره شریکه کړې او منبع مې هم واضح کړې او له نورو سیاسیونو مې هم همدا غوښتنه ده، څو وتوانېږو، يو معقول سیاست رامنتځه کړو."

ښاغلی غني دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجي محمد محقق، د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم او د بلخ والي عطا محمد نور په دې وروستیو کې په ترکیه کې، د یوه ائتلاف پر جوړولو سلا وکړه.

ښاغلي محقق له ترکیې څخه تر راستنېدو وروسته په بلخ او د دوشنبې په ورځ په کابل کې خپلو پلویانو او خبریالانو ته په خبرو کې هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې یاد ائتلاف د ولسمشر په ضد جوړ شوی، خو نوموړي د حکومت په ادرس یو شمېر انتفادونه شریک کړل.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق

ده وویل چې د ده له لوري کابینې ته معرفي شوي وزیران بشپړ واک نه‌‎لري.

ښاغلي محقق حکومت له سیاسي، امنیتي او اقتصادي بحران سره مخامخ وباله او د دغو بحرانونو د هواري لارې یې، خبرې وبللې.

خو ارګ دغه ادعا رد کړې چې ګنې ځیني وزیران صلاحیتونه نه‌‎لري او حکومت له بحران سره مخامخ دی.

ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د افغانستان نظام مشورتي دی او هېڅکله د حکومتوالۍ په چارو کې انحصار نه‎دی راغلی.

ښاغلي غني دغه‌شان وویل چې حکومتوالي ډسپلین غواړي او هر هغه څوک چې د سیاست ډګر ته راځي، په ځان کې باید دا ډسپلین او حوصله پیدا کړي.

ولسمشر زیاته کړه:

"حکومتوالي ډسپلین غواړي، د وزیرانو د ټاکلو او عزل په برخه کې د ولسمشر صلاحیتوته په اساسي قانون کې ځای پر ځای شوي دي، اساسي قانون ماته دا صلاحیت راکړی چې عزل وکړه، خو ما څوک تر اوسه نه‌دي عزل کړي، ما حوصله کړې او هر هغه څوک چې عملي وړاندیز ونه‎لري، نو موضوع ته شخصي بڼه ورکوي."

افغان ولسمشر دغه‌شان وویل چې د اصلاحاتو راوستل یو حتمي کار دی او اصلاحات باید د یوه فرد او یا یوې اداري کار نه‎وي، بلکې اصلاحات باید ملي وي او د ټول حکومت له‌خوا عملي شي.

د یادونې ده چې په حکومت کې د اصلاحاتو خبره تر دې مخکې وخت په وخت د یو شمېر نورو سیاسي کړیو، څېرو، مظاهره کوونکو او تحصن کوونکو له‌خوا هم یاده شوې او نړیوالې ټولنې هم د اصلاحاتو په برخه کې له افغان حکومته ژمنه اخیستې ده.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG