د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

ظاهر قدير: ولسمشر د ختیځې سیمې ولسونو سره په کړو وعدو کې پاتې راغلی


په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی حاجي عبدالظاهر قدیر وایي، ولسمشر د ختیځ زون ولسونو سره په کړو وعدو کې پاتې راغلی دی.

ظاهر قدير دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ په جلال‎اباد ښار کې په هغې غونډه کې وکړې چې د ملي شورا د استازو له‎خوا د یووالي په موخه جوړه شوې وه او د ختیځې سیمې سلګونه خلکو په‌کې برخه اخیستې وه.

نوموړي وویل، ولسمشر د ختیځ زون ولسونو سره ژمنه کړې وه چې ځوانانو ته به د کار زمینه برابروي، خو د حاجي ظاهر په خبره اوس هماغه ځوانان یا بهر ته د تګ پر مهال سمندر ډوب کړل او يا هم د داعش له‎خوا ځوانيمرګ شول.

دی وايي:

"تا وعده کړې وه چې ځوانانو ته به کار پېدا کوو، هغه ځوانان نن یا د ترکيې په سمندر کې یا د یونان په لارو کې او یا هم دلته د داعش په مرمیو شهیدان شول او موږ مو د غم په ټغر کېنولي یو. هغه چا چې کورونه درلودل له یوې خوا نه د دښمن په مرمۍ لګېږي، ته‌يې په یوه ساعت کې دفاع ته نه‎شې رسېدلی، خو دښمن ورته په یوه ثانیه کې رسېږي."

له دې غونډې دوه ورځې وړاندې ځيني راپورونه خپاره شول چې د ختیځې سیمې وکيلانو په خپل منځ کې ائتلاف کړی، خو حاجي ظاهر قدير بیا وايي، دوی ائتلاف نه بلکې د خپل حق د ترلاسه کولو په خاطر اتحاد کړی دی.

ښاغلي قدیر زیاته کړه:

"دغه ناست مشران د خپل ولس سره دا تعهد او ژمنه کوو چې موږ به خپل ولس سره اوږه په اوږه روان یو او موږ به د خپل ولس غوښتنې غواړو. دا ائتلاف نه‌دی او نه بله خبره ده دا د ولسونو سره اتحاد او یووالی دی."

په دې غونډه کې بيا یو شمېر قومي مشرانو د ولسي جرګې پر ځينو وکيلانو نیوکه وکړه او ويې‌ويل چې د دې سیمې په ناامنۍ او قانون ماتونه کې خپله ښکېل دي.

دوی بيا د ولس پر استازو غږ وکړ چې خلکو سره دې کړې ژمنې عملي کړي:

"ملک دلاور خان؛ څوک غاصب دی، زه خو چې جلال‌اباد ښار ته راننوځم زما موټر شل ځای کې تلاشي کېږي دا تاسو یاست چې په تورو ښیښو کې ښار ته دننه کېږئ، موټر مو څوک نه‌شي درولی او هر څه چې کوئ څوک مو مخه نه‌شي نیولی تاسو درنو نه یوه غوښتنه کوو چې نور موږ د هېڅ شي وږي نه‌یو د سولې ارمانجن یو سوله راولئ."

"انجینر امان خيري؛ موږ تر اوسه پورې چې څومره جلسې کړي پر یخ وعدې لیکل شوي دي او بیا ويلي شوي دي، داسې راټولېدلو ته زما په نظر هېڅ اړتیا نه‌شته."

د ختیځې سیمې د وکيلانو ترمنځ دغه اتحاد چې د ولایتي شوراګانو وکيلان هم په‌کې شامل دي وايي، دوی به په ګډه د دې سيمې ستونزې حل کوي او له حکومته به خپل حق اخلي.

د دې سیمې وکيلانو شااوخوا څلور کاله وړاندې هم دې ته ورته اتحاد جوړ کړی و، خو د دوی د مبارزې هېڅ لاسته راوړنه بيا رسنیو سره شریکه نه‌شوه.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG