افغانستان
ابراهیمي: حکومت دې پر ټاکنو د خلکو بایللی باور ترلاسه کړي
د افغانستان ولسي جرګه له حکومته غواړي چې د انتخاباتو د شفافیت د ټینګښت لپاره له ټولو شته امکاناتو ګټه واخلي.
د دغې جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې دې په داسې ډول ترسره شي چې د خلکو بایللی اعتماد بېرته خپل کړي.
ښاغلي ابراهیمي وویل:
"له ټولو هغو امکاناتو چې د ټاکنو شفافیت تأمینولی شي او د خلکو اعتماد پرې تر لاسه کېږي، باید ترې استفاده وشي."
له دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي وو چې له ستونزو سره سرهيې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو ترسره کولو لپاره يو لړ کارونه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مهاله د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو ټاکنو نېټه نهده ټاکل شوې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د هډوکو په ناروغيو اخته ۸۹ماشومان د درملنې په موخه جرمني ته ورسېدل
د جرمني د (سولې کلي) د خیریه بنسټ په مرسته افغاني سرې میاشتې نهه اتیا سوځېدلي او د هډوکو په ناروغیو اخته ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته واستول.
د دغو ماشومانو عمرونه له یوه تر یولسو کلونو دي چې د پنجشنبې په ورځ له کابله جرمني ته ورسېدل.
د سولې کلی د جرمني یوه غیردولتي موسسه ده چې له نولس سوه اووه شپېتم کال راهیسې د نړۍ په جګړه ځپلیو سیمو کې له ناروغو ماشومانو سره مرسته کوي.
دې مرستندویه موسسې په تېرو پنځه څلویښت کلونو کې د شاوخوا څلور زره افغان ماشومانو درملنه په جرمني کې کړې ده.
سهيل شاهين د افغانستان لپاره د ايټاليا له نوې سفيرې سره کتلي
په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر سهیل شاهین د افغانستان لپاره د ایټالیا له نوې سفیرې سبرینا اوګولیني سره پرون وکتل.
سهیل شاهین په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي دي چې، له مېرمن سبرینا اوګولیني سره یې د بشري مرستو، زدهکړو او یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
مېرمن اوګولیني د افغانستان لپاره د ایټالیا د سفیرې په توګه په خپل پيغام کې لیکلي دي، چې بشري حقونه په ځانګړې ډول د ښځو حقونه به د دې له کاري لومړیتوبونو څخه وي.
ایټالیایۍ ډیپلوماته سبرینا اوګولیني څه باندې اوونۍ مخکې د افغانستان لپاره د ایټالیا سفیره وټاکل شوه.
ایټالیا د نړۍ د نورو هېوادو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی د همدې لپاره د دې هېواد نوې سفیره هم سفارتي چارې د قطر له پلازمېنې دوحې څخه مخته وړي.
د جاپان سفير: توکيو کې د افغانستان د فرهنګي ميراثونو د ساتنې لپاره نړيوال کنفرانس جوړوو
په افغانستان کې د جاپان سفیر وایي چې، په پلازمېنه توکیو کې به د افغانستان د فرهنګي میراثونو د یوه نړیوال کنفرانس د جوړېدو لپاره هڅې وکړي.
تاکایوشي کورومیا دا ژمنه پرون په کابل کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د کلتور او هنر له معین مولوي عتیقالله عزیزي سره د خبرو پرمهال وکړه او زیاته یې کړه چې جاپان فرهنګي چارې له سیاسي مسایلو سره تړلې نه بولي او په هر ډول شرایطو کې یې ملاتړ کوي.
د افغانستان د فرهنګي میراثونو د نړیوال کنفرانس د هدف په اړه د جاپان سفیر وویل، هېواد یې غواړي پهدې ډول د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې او رغونې برخې ته د نړیوالو پاملرنه زیاته کړي، خو نوموړي دا څرګنده نهکړه چې دا کنفرانس به کله جوړ شي.
نن د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ دويمه یوه ورځنۍ لوبه ده ترسره کېږي
دا مسابقه د درېیو پنځوس اووره لوبو دوهمه یوه ده چې د متحد عربي اماراتو په شارجه کې د دې لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
لومړۍ یوه د چهارشنبې په ورځ افغان لوبډلې د دوه نوي منډو په توپیر وګټله.
که چېرته افغان لوبغاړي وتوانیږي چې نن هم د بنګلهدېش لوبډله ماته کړي، نو د دې لړۍ اتله به شي او که بنګلهدېش دا مسابقه وګټله نو په درېیمه یوه کې به چې د دوشنبې په ورځ د شارجې په همدې لوبغالي کې کېږي، ګټونکی معلوم شي.
د افغانستان او بنګلهدېش د ملي لوبډلو ترمنځ نننۍ لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په دوه نیمو بجو پيلیږي.
هندي پلاوي طالب چارواکو سره د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر راکړه ورکړه خبرې کړي
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، له چابهار بندره د یوه نوي ارتباطي دهلیز په توګه د افغان سوداګرو ګټه اخیستل د طالب چارواکو او هندي پلاوي ترمنځ د بحث مهمه موضوع وه.
د هند د بهرنیو چارو وزارت شری رندهیر پرون په یوې خبري ناسته کې ویلي، د بحث یوه برخه پهدې ورټوله وه، چې څنګه افغان سوداګر کولی شي، د چابهار بندر له لارې صادرات او واردات وکړي.
د هند دا پلاوی د روانې میاشتې په څلورمه او پنځه په کابل کې و او له یوشمېر طالب چارواکو سره يې وکتل.
د چابهار بندر چې د هند لپاره ستراتېژیک اهمیت لري، هند ته دا زمینه برابروي چې افغانستان ته لاسرسی ولري.
د طالبانو مشر د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او استخباراتو رياست څخه د وسلو د وېش واک اخيستی
د راپورونو لهمخې د طالبانو مشر د یوې فرمان په صادرولو سره له کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او استخباراتو ریاست څخه د وسلو، مهماتو او پوځي تجهیزاتو د وېش واک اخیستی دی.
دا خبر طلوع نیوز خصوصي رسنۍ د طالبانو د ویاند ذبیحالله مجاهد له خولې ورکړی چې، د خپل مشر ملاهبتالله اخندزاده لهخوا د اته مادهییز فرمان صادرېدل تایید کړي.
په فرمان کې يې زیاته کړې ده چې، د وسلو د سمې کارونې او خوندیتوب په موخه به تر دې وروسته هر ډول وسلې او مهمات د طالبانو د مشر په حکم کارول کېږي.
پخپله ښاغلي مجاهد په خپلو ټولنیزو شبکو کې پهدې اړه څه نهدي ویلي.
د خوړو او کرنې ادارې نورستان کې له يوشمېر ښځو سره کرنيزه برخه کې مرسته کړې
د ملګروملتونو د خوړو او کرنې اداره، FAO د نورستان ولایت په څو ولسوالیو کې له ښځینه سرپرستو کورنیو سره د کورنۍ بڼوالۍ د وسایلو او تخمونو د مرستې خبر ورکوي.
دې ادارې پرون پنجشنبې پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټوېټر لیکلي چې په کامدیش، برګمټال، دواب او منډوول ولسوالیو کې پر ۲۳۳۵ ښځینه سرپرستو کورنیو باندې دغه مرستې وېشل شوي دي.
د بیان لهمخې پر دې سربېره ۳۸۵ مېرمنو د خوړو او تغذیې د ودې لپاره د مرخیړیو د کښت کیټونه ترلاسه کړي دي.
لهدې مخکې دې ادارې شاوخوا درې اوونۍ مخکې ویلي و، چې له پنځلس زره زیاتو ښځو سره یې چې د خپلې کورنۍ نفقه ګټونکې دي د چرګو، د هغوی د خوراکي موادو، واکسین او د چرګانو د پالنې په برخه کې مرستې کړې دي.
يواينايچسيار: سږ کال پاکستان کې له اووه زره ډېر افغان کډوال نيول شوي
د ملګروملتونو د کډوالو اداره UNHCR وايي، سږ کال په پاکستان کې له ۷۱۰۰ زیات افغان کډوال نیول شوي او یا هم بندیان شوي دي.
يواينايچسيار ویلي، یوازې په اکتوبر میاشت کې شاوخوا ۸۰۰ افغانان په هغه هېواد کې نیول شوي دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه تازه راپور کې ویلي چې، د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې تر ۷۶۱ زره ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د UNHCR په وینا، په تېرو دوو میاشتو کې هره میاشت په متوسط ډول ۲۳ زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د راپور لهمخې په روان ۲۰۲۴ کال کې تر اوسه له ۶۸۰۰ زیات کسان له پاکستان څخه په زور ایستل شوي او دغه بهیر د جولای د میاشتې راهیسې ورو شوی دی.
د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۳مه، د پاکستان ملي اپیکس کمېټې له دغه هېواد څخه له یو ميلیون نه د زیاتو بهرنیانو چې اکثره یې افغانان دي او قانوني اسناد نهلري، د ایستلو پلان تصویب کړ.
دغو بهرنیانو ته د تېرکال د نوامبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې وخت ورکړل شوی و، چې په خپله خوښه له پاکستان څخه ووځي کنه په زوره به وایستل شي.
د ملي مقاومت جبهې کابل کې د پنځه طالبانو د وژنې ادعا کړې
د طالبانو یوه مخالفه ډله، د افغانستان د ملي مقاومت جبهه ادعا کوي چې د پنجشنبې ماښام په کابل کې د دوی د ځواکونو په برید کې پنځه تنه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
دغې ډلې په یوه بیان کې ویلي، چې دغه برید، تېره شپه په کوټه سنګي سیمه کې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو د موټرو پر کاروان شوی دی.
وړاندې ویل شوي، چې پهدې پېښه کې د وسلهوالو طالبانو دوه عرادې موټر هم ویجاړ شوي او پنځه میله وسله د جبهې د ځواکونو لاس ته ورغلې ده.
د خبرپاڼې لهمخې، پهدې عملیاتو کې ملکي وګړو او د ملي مقاومت جبهې غړو ته زیان نهدی اوښتی.
طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نهدي ویلي او ازادي راډیو په خپلواکه توګه دا ادعا نهشي تاییدولی.
تر دې مخکې ځینو کورنیو رسنیو د سرچینو په حواله د پنجشنبې په ماښام د کابل په کوټه سنګي سیمه کې د یوې چاودنې خبر ورکړی و.
کرکټ؛ سبا شنبه د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ دويمه يو ورځنۍ لوبه ترسره کېږي
ټاکل شوې د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه پنځوس اووره یا یو ورځنۍ مسابقه سبا شنبه وشي.
افغانستان وتوانېد تېره چهارشنبه په لومړۍ پنځوس اووره مسابقه کې چې د متحده عرب اماراتو په شارجه سټډیوم کې وشوه، بنګلهدېش ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړي.
د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "د دویمې لوبې لپاره هم تمرینات کېږي، لوبډله به بشپړه چمتو وي. مورال یې هم لوړ دی، ځکه په لومړۍ لوبه کې یې بنګلهدېش ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه."
د افغانستان او بنګلهدېش ملي لوبډلې به خپله درېیمه پنځوس اووره مسابقه د دوشنبې په ورځ وکړي.