د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

د "افغانستان د خلکو محور"،اوسنی نظام غیرقانوني او له ستونزو ډک وباله


د "افغانستان د خلکو محور" په نوم یو سیاسي حرکت د حکومت د اپوزیسیون په توګه د موجودیت اعلان وکړ.

د دې حرکت غړو اوسنی نظام غیر قانوني، غیر مشروع او له ستونزو سره مل وباله ويې ویل چې د روانو ستونزو څخه د وتلو په هدف يې دا حرکت پیل کړی دی.

د یاد سیاسي حرکت د مشرتابه شورا غړي رحمت الله نبیل په دې اړه جوړه شوې غونډه کې خپل «د افغانستان د خلکو د محور» هدفونه داسې بیان کړل:

"موږ له خپلو مشرانو سره په مشوره دا پرېکړه وکړه چې له اوسني ناورین څخه د وتلو په هدف د افغانستان د خلکو محور د سیاسي اپوزسیون په نوم اعلان کړو، د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه، اساسي قانون او سیاسي مشروعیت ته ستنېدنه، د اجتماعي عدالت او قانون پلي کول او شفافې ټاکنې د افغانستان د خلکو د محور له عمده غوښتنو څخه دي. "

د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل، د ملي امنیت د شورا پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپانتا او د پخواني حکومت د کابینې یو شمېر غړي د دې حرکت مهم غړي دي.

ښاغلي نبیل وویل چې د دوی دا سیاسي حرکت د نظام د ننګولو، سقوط او په نظام کې د ونډې اخېستو په هدف نه‎دی جوړ شوی.

نوموړي پر ټاکلي وخت د انتخاباتو ترسره کول د دوی غوښتنه یاده کړه خو په وینا يې چې ولسمشر غني هڅه کوي دا پروسه په خپله ګټه تمام کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفر سپانتا وویل چې د ملي وحدت حکومت بهرنی سیاست اندېښمن کوونکی دی او دا کار د دې لامل شوې چې افغانستان د یو شمېر هېوادونو د ټکر قرباني شي.

ښاغلي سپانتا دغه شان د ملي یووالي حکومت ځان غوښتونکی یاد کړ او له قانوننه په سرغړونه يې تورن کړ.

سپانتا: د ملي وحدت حکومت بهرنی سیاست اندېښمن کوونکی دی.
سپانتا: د ملي وحدت حکومت بهرنی سیاست اندېښمن کوونکی دی.

نوموړي وویل:

"د حکومت د انحصار ګرې ماشینرۍ او له خونړۍ ځپنې سره مله او د غوسې له ځواکه استفاده د دې لامل شوې چې د ځوانانو د بدلون د غورځنګ مشروع مظاهرې له خاورو او وینو سره برابرې کړي."

که څه هم دغه نوي جوړ شوي حرکت حکومت په بې کفایتۍ تورن کړ خو خپله يې هم کومه اصلاحي طرحه وړاندې نه‎کړه.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې دغه ډول سیاسي حرکتونه ډېری وخت خپلې شخصي ګټې تعقیبوي.

له ډلې يې قدرت الله ځواک ازادي راډيو ته وویل:

"دغه ډول حرکتونه او جبهې د لنډ وخت لپاره د یو شمېر ځانګړو سیاسي او اقتصادي ګټو او لاس ته راوړنو لپاره جوړېږي او هغو خپلو ګټو ته تر رسېدو وروسته، دغه حرکتونه، د دوی اهداف او د دوی ګډې ناستې شیندل کېږي او په خپل ځای نه پاتې کېږي."

ښاغلی ځواک وايي چې یادو سیاسي حرکتونو تر شا د ځینو بهرنیو هېوادونو لاسونه دي او نه‎شي کولای د افغانستان ستونزې هوارې کړي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG