د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

ولسمشرۍ ماڼۍ د انتخاباتو کمېسیون مشر نجیب‌الله احمدزی له دندې لیرې کړ


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس نجیب‌الله احمدزی له دندې لیرې شو.

د افغان ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د یاد خبر په تائید سره ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی احمدزی د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري له دندې لیرې شو.

تر دا مهاله نجیب‌الله احمدزي په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

خو ښاغلي احمدزي نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ولسمشر دوهم مرستیال یو شمېر کمېشنران ګواښلي چې له دندو به‌یې لیرې کړي.

نوموړی وايي، د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش له کمېشرانو سره په ناسته کې له هغوی غوښتي چې د ده پر ضد لیک ولیکي.

نجیب‌الله احمدزي چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۴» له ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل، یو شمېر کمېشنرانو د ښاغلي دانش د فشار او تهدید له کبله د قانون خلاف د نوموړي د لیرې کېدو غوښتنه کړې ده.

د ښاغلي احمدزي اشاره هغه لیک ته ده چې په‌کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پنځو کمېشنرانو د نوموړي د لیرې کېدو غوښتنه مطرح کړې ده.

XS
SM
MD
LG