د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

د انتخاباتو کمېسیون پخوانی رئیس: زما لیرې کول د حکومت او ځینو کړیو توطئه وه


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ګوښه کړل شوی رئیس نجیب‌الله احمدزی وايي، په اړه‌یې د ولسمشر پرېکړه غیر قانوني ده.

د کمېسیون په چارو کې لاسوهنه او په قصدي توګه دې ته زمینه برابرول چې انتخابات ترسره نه‌شي هغه تورونه دي چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ګوښه کړل شوی رئیس‌یې پر ولسمشر لګوي.

نجیب‌الله احمدزي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۵» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دا چې د کمېسیون په چارو کې د حکومت او په ځانګړي ډول د جمهوري ریاست د مداخلو پر وړاندې ودرېد، نو ولسمشر اساسي قانون نقض او دی یې له دندې لیرې کړ.

نجیب الله احمدزی
نجیب الله احمدزی

نوموړي زیاته کړه:

"لکه څنګه چې تېر ماښام خبر شوئ د افغانستان اساسي قانون یو ځل بیا د جمهور رئیس او د اساسي قانون د ساتونکي له لوري تر پښو لاندې شو، زه اوس هم ځان عزل شوی نه‌بولم، بلکې دا د ځان پر وړاندې د حکومت او ځانګړو کړیو توطئه ګڼم."

ښاغلی احمدزی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تېر ماښام ناوخته جمهوري ریاست رسنیو ته په یوې استول شوې خبرپاڼه کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رئیس د ګوښه کېدو فرمان ورکړ.

په فرمان کې دغه‌شان اړوند بنسټونو ته سپارښتنه شوې چې له ځنډ پرته د ښاغلي احمدزي د ځای ناستي لپاره وړ کاندیدان جمهوري ریاست ته معرفي کړي.

نجیب‌الله احمدزي پرون چهارشنبه له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلی و چې یو شمېر کمېشنران د ولسمشر د دوهم مرستیال د ګواښ په ترڅ کې دې ته اړ شوي چې د ده د لیرې کېدو غوښتنه وکړي.

نوموړي دا هم ویلي و چې پنځو کمېشرانو په یوه لیک کې له ولسمشر محمد اشرف غني غوښتي چې دی له دندې لیرې کړي.

له دې ټولو سره سره د افغانستان جمهوري ریاست وايي، نجیب‌الله احمدزی د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د کمېشنرانو په غوښتنه له دندې لیرې شوی دی.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل:

"د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د کار له پیل نه د ولسمشر ټینګار دا و چې هېڅ‌څوک د کمېسیون په چارو کې د مداخلې حق نه‌لري، ښاغلی احمدزی د «عقرب د میاشتې د ۲۱مې نېټې» د غوښتنې له مخې چې د کمېسیون کمېشنرانو یې د لیرې کېدو په اړه کړې وه، لیرې شوی دی."

د ښاغلي احمدزي د لیرې کېدو په اړه د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونو بېلابېل غبرګونونه ښودلي، ځینو ترې هرکلی کړی، خو ځینو بیا د انتخاباتو د ځنډولو په برخه کې دا د حکومت هڅه بللې.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لېرې کړای شوی رئیس وايي، د اوسنیو کمېشنرانو په موجودیت کې چې ځيني یې د ملي ګټو پر ځای بهرنیو کړیو ته وفاداره دي د انتخاباتو ترسره کول به ملي شرم وي چې بیا یې مسؤلیت ټولو ته متوجې کېدای شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG