د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

عبدالله عبدالله او مایک پنس د افغانستان پر سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې وکړې


د افغان حکومت اجرائیه رئیس او د امریکا مرستیال ولسمشر د افغانستان پر امنیتي وضعیت د واشنګټن د نوې ستراتیژۍ د مثبتو اغېزو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبد الله عبد الله له امریکا څخه د خپل سفر په وروستۍ ورځ پرون په سپینه ماڼۍ کې د متحده ایالاتو له مرستیال ولسمشر مایک پنس سره وکتل.

سپینې ماڼۍ په خپله اعلامیه کې ویلي عبد الله او پنس د افغانستان پر سیاسي وضعیت د خبرو سربېره د امریکا د نوې ستراتیژۍ او د افغانستان پر امنیت د هغې د مثبت اغېز په اړه هم بحث وکړ.

اعلامیه وايي، مرستیال ولسمشر مایک پنس د افغان ځواکونو زړورتیا او قربانیو او د داعش او القاعده په شان نړیوالو تروریستي ډلو پر ضد د هغوۍ د مبارزې ستاینه وکړه.

د امریکا مرستیال ولسمشر دغه راز په افغانستان کې د اصلاحاتو د پروسې اړوند د پرمختګونو او هڅو پر دوام ټنیګار وکړ او راتلونکې انتخابات او سیاسي مشارکت يې د افغانستان لپاره مهم وبلل.

سپینه ماڼۍ وايي، عبدالله عبدالله او مایک پنس د کابل او واشنګټن ترمنځ پر دوامداره مشارکت هم ټینګار وکړ.

تر دې مخکې د افغان حکومت اجرائیه رئیس د متحده ایالاتو د دفاع له وزیر جیمز مټېس د ملي امنیت له سلاکار مک مسټر او د کابل او اسلام اباد لپاره د امریکا له سرپرست استازي الیس ویلس سره هم د افغانستان د وضعیت او د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د واشنګټن پر نوې ستراتیژۍ خبرې وکړې.

عبدالله عبدالله له جېمز مټېس او مک‌مسټر سره پر امنیتي او دفاعي مسایلو وغږېد

تمه ده چې ښاغلی عبد الله نن په کاناډا کې د هلفیکس په نوم نړیوال امنیتي کانفرانس کې وینا وکړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په هلفیکس امنیتي کانفرانس چې د درې ورځو لپاره جوړېږي، په عمومي ډول د لسګونو هېوادونو د دفاع وزیران، پوځي چارواکي او د نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.

اجرائیه ریاست وايي، په دې غونډه کې به د افغانستان د امنیتي ستونزو د حل پر اړوندو موضوعاتو تمرکز وشي او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به له نړیوالې ټولنې وغواړي چې په پاکستان کې د تروریستي ډلو د پټنځایونو د له منځه وړلو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

د هلیفکس امنیتي کنفرانس هر کال د نړۍ د شااوخوا درې سوه چارواکو او امنیتي کارپوهانو په ګډون په کاناډا کې جوړېږي او د جګړې د مخنیوي او د سولې پر اړوندو مسایل خبرې پکې کېږي.

د هلیفکس د تېر کال په کنفرانس کې د افغانستان اساسي غوښتنې د تروریستي ډلو په وړاندې جدي مبارزه او د پاکستان په خاورو کې د افراطي ډلو د پټنځایونو له منځه وړل و.

XS
SM
MD
LG