د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

وکیلان: د ننګرهار د کانال ډېری باغونه د طالبانو له‎خوا په اجاره ورکول کېږي


د ننګرهار د ولایتي شورا ځيني وکيلان وايي، د دولت وسله‎وال مخالفين د کانال ډېری باغونه خلکو ته په اجاره ورکوي او د دې باغونو عاید وسله‎والو ته په لاس ورځي.

د ولایتي شورا وکيل ذبیح‌الله زمری وايي، وسله‎والو طالبانو د کانال باغونه ځان ته عایداتي سرچينې ګرځولي، خو ولایتي اداره‌يې غم نه‌خوري.

دی وايي:

"اوس هم د کانال ملکيت د ګواښونو لاندې دی، په هغو سیمو کې چې طالبان دي، د بټي‎کوټ ولسوالۍ په ځينو سیمو کې هلته طالبان ډېر زیات عواید د کانال د ځمکو نه په لاس راوړي، خو ولایتي اداره دا نه‎شي کولای چې د دې عوایدو مخه ونيسي."

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، څنګه چې لازمه ده په هغه ډول د کانال له باغونو څخه ګټه نه‌پورته کېږي.

دوی وايي، که د کانال ریاست پورې تړلو باغونو نه سمه ګټه واخیستل شي له یوې خوا سلګونه خلک په‌کې په کار مصروفېږي او بل‎خوا به د حکومت عایداتي سرچينې هم تاندې شي.

دوی زیاته کړه:

"اسماعيل حلیم؛ په تېرو کلونو کې لکه د نجیب په وخت کې به د دې کانال فارمونو کم حاصلات ورکول، خو ګټه به‌يې زیاته وه، اوس حاصلات‌يې زیات دي، خو حکومت ته‌يې ګټه کمه ده."

"عزت‌الله ځواب؛ دا فارمونه باید د کانال ریاست مأمورینو ته چې مسلکي دي وسپاري او هغوی باید ورنه ساتنه هم وکړي، بل مخکې خبرونه خپاره شوي وو چې د شنه قطعې په نوم یو نظامي قطعه جوړېږي هغه هم تر اوسه ونه‎شو چې د دې ځنګلاتو او باغونو ساتنه وکړي."

بل‎خوا د کانال رئيس غلام حضرت عبدالرحیمزی هم د ولایتي شورا او خلکو دا نیوکې پر ځای ګڼي او په خبره‌يې په بټي‎کوټ ولسوالۍ کې د دوی درې لوی فارمونه موجود دي.

دی وايي، د دې فارمونو د ساتلو په خاطر دوی یوازې دوه پوستې لري چې هغه د دې فارمونو امنيت نه‎شي ټينګولی.

عبدالرحیمزی زیاتوي:

"دا موږ دقیق نه‎شو ویلی چې طالب‌يې په اجاره ورکوي او که خپله‌يې کري، خو هلته هر سړی ټوپک په اوږه دی وايي، زه طالب یم دا نه‌شم ویلی چې دا به طالبان وي شاید طالبان واوسي موږ ولایت مقام هم په جریان کې کړی دی، وزارت مو هم خبر کړی دی او بار بار مو له پوليسو غوښتنه کړې ده چې یوه ۵۰۰ کسیزه قطعه جوړه کړي چې مخکې ولسمشر يې هم یادونه کړې وه. دې سره به د دې فارمونو ساتنه هم وشي او دا سیمه به هم په امن کې شي."

د کانال ریاست د معلوماتو له مخې که د دوی پورې د ټولو اړندو فارمونو امنيت خوندي شي، نو د دوی عاید به له ۶۰ میلیونو څخه ۱۰۰ ميلیونو ته لوړ شي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG