د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

د ننګرهار د کانال په ریاست کې د فساد ادعا: ګټلی قرارداد بل شرکت ته ورکړل شوی


د شفيع برادران لوژستیکي شرکت مسؤلین وايي، د کانال ریاست له‌خوا اعلان شوې پروژه چې د زیتونو فابریکې لپاره د بوتلونو خریداري ده، د ازادې سیالۍ له لارې په کم نرخ ګټلې، خو اوس د کانال رئيس پرته له دې چې د ولایت مقام او ګټونکی شرکت په جریان کې کړي، دغه پروژه بل شرکت ته په یو ميلیون افغانۍ لوړ نرخ ورکړې.

د دې شرکت یو تن مسؤل ميرویس ناصري چې په داوطلبۍ کې د قرارداد د ګټلو اسناد هم ورسره په لاس وو، ازادي راډيو ته وويل چې د کانال د زیتونو فابریکې لپاره د بوتلونو خریداري دوی په نهه ميلیونه افغانۍ د ازادې داوطلبۍ له لارې ګټلې، خو اوس همدا قرارداد پرته له دې چې دوی په جریان کې کړي، بل شرکت ته په ۱۰ ميلیونه افغانۍ ورکړل شوی.

نوموړی وایي:

"اول یې موږ په ارزيابۍ کې خبر کړي نه‌یوو، زموږ مراحل نه‌دي خلاص شوي، دوی بل شرکت ته قرارداد ورکړی او بل دا چې دوسیه‌يې د ولایت مقام سره نه‌ده شریکه کړې او مستقیماً یې وزارت ته وړې ده، بل د تدارکاتو قانون وایي چې ارزیابي باید معياري وشي، هغه معاینه چې دوی کړې، هغه اسناد دې موږ سره شریک کړي، موږ ټول قانوني مراحل طی کړي، موږ له رئيس صاحب جمهور نه او وزارت نه دا غوښتنه کوو چې دا موضوع جدي تعقیب کړي، تر څو دې ته ورته د نور فساد مخه ونیول شي."

بل‌خوا د کانال رئيس غلام حضرت عبدالرحیمزی دا مني چې یاد شرکت په د اوطلبۍ کې ګټونکی شوی، خو نوموړی وايي، هغه نمونې چې دې شرکت د داوطلبۍ په ورځ ځان سره وروړې وې، د بوتلونو سرونه‌يې نه‌وو، نو په همدې دليل دا نمونې د فابريکې له معیار سره برابرې نه‌وې او دوی قرارداد بل شرکت ته ورکړ.

  • د ازادي راډيو پوښتنه؛ ​نرخ کې دوی ګټلې ده؟
  • د عبدالرحيمزي ځواب؛​ هو نرخ کې دوی ګټلې ده.
  • د ازادي راډيو پوښتنه؛​ چې په نرخ کې دوی ګټلې، نو هغه کوم شرایط دوی برابر نه‌کړل چې تاسو ته د منلو وړ نه‌دی؟
  • د عبدالرحيمزي ځواب؛​ دوی چې کومې نمونې موږ سره شریکې کړي، هغه بوتلونه سرونه نه‌لري، نو په دې اساس د فابریکې د معيار سره برابرې نه‌دي.
  • د ازادي راډيو پوښتنه؛​ کېدای شي د هغې معاینې اسناد شریک کړئ چې دا بوتلونه د فابریکې له معیار سره برابر نه‌دي؟
  • د عبدالرحيمزي ځواب؛ راځئ! فابریکې ته به ورشو.
  • بل‌خوا د ګټونکي شرکت مسؤل ميرویس ناصري د کانال ریاست دا خبره چې د بوتلونو سرونه نه‌شته، په کلکه ردوي او وايي، کله چې دوی قرارداد بل شرکت ته ورکړ، ځان ته د ثبوت د جوړولو په خاطر یې له بوتلونو سرونه خلاص کړي.

د کانال په ریاست کې ازادي راډیو ته د یاد شرکت اړوند ښودل شوي بوتلونه چې سرپوښ نه‌لري.
د کانال په ریاست کې ازادي راډیو ته د یاد شرکت اړوند ښودل شوي بوتلونه چې سرپوښ نه‌لري.

ناصري د هغو ټولو بوتلونو نمونې موږ سره شریکې کړې چې د کانال ریاست ته‌يې سپارلي، په دې انځورنو کې د هر بوتل سر او د بوتل سر لاندې د کمپنۍ پوښونه هم ښکاري.

په کانال ریاست کې د ګټونکي شرکت له‌خوا ازادي راډیو ته د بوتلونو د نمونو راستول شوي انځورونه
په کانال ریاست کې د ګټونکي شرکت له‌خوا ازادي راډیو ته د بوتلونو د نمونو راستول شوي انځورونه

ښاغلي ناصري وویل:

"بلکل، هغه ټول معيارونه چې دوی غوښتي، موږ پوره کړي، کوم رنګونه چې دوی غوښتي، په هماغه ډول مو ورته راوړي، د بوتلونو سرونه مو هم ورته برابر کړي او بل د سر لاندې پلاسټيکي پوخ چې نړیوال معيار دی، تاسو ته مو ښکاره کړل، انځورونه مو ترې واخیستل، موږ هر ډول معاینو ته تیار یوو."

هغه انځورونه چې د ګټونکي شرکت له‌خوا ازادي راډيو ته راستول شوي
هغه انځورونه چې د ګټونکي شرکت له‌خوا ازادي راډيو ته راستول شوي

​خو دا چې کله د کانال ریاست قرارداد بل شرکت ته ورکوي، ولې ګټونکی شرکت او د ولایت مقام‌يې په جریان کې کړي نه‌دي؟

د کانال ریاست مسؤلین وايي، دوی سره وخت کم و او هغه مهال د ننګرهار والي نه‌و، امنیه قوماندان د ولایت سرپرست و، په همدې دليل‌يې د قرارداد پاڼې وزارت ته استولې دي.

د ګټونکي شرکت مسؤلین وايي، دوی خپل شکایت وزارت ته رسولی او د دې موضوع د سپړلو په خاطر یې ترې جدي غوښتنه کړې ده.

د غږیز راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

د ننګرهار د کانال په ریاست کې د فساد ادعا: ګټلی قرارداد بل شرکت ته ورکړل شوی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00
مستقیم لېنک

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG