د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۰۴

مسؤلین: د ننګرهار د زیتون فابریکه ورځ کې ۱۲ ټنه زیتون تولیدوي


په ننګرهار کې د زیتون فابریکه په ورځ کې ۱۲ ټنه زیتون تولیدوي.

د ننګرهار د کانال رئیس غلام حضرت عبدالرحیمزي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغې فابریکه کې زیتون له تولید وروسته پروسس او بیا د خرڅلاو لپاره بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول کېږي.

ښاغلی عبدالرحیمزی وایي، که چېرې په راتلونکي کال کې دوی ته ډېره بودجه ورکړل شي، نو د زیتون تولید به څو برابره زیات کړي.

په ننګرهار کې زیتون له بڼوالو څخه پېرل کېږي چې له دې سره د کروندګرو اقتصادی وضعه هم ښه شوې.

XS
SM
MD
LG