د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۴:۰۸

عبدالهادي ارغندیوال: زما او د حکمتیار ترمنځ یووالی نه‎دی راغلی


په داسې حال کې چې ګلبدین حکمتیار د حزب‎اسلامي د مرکزي شورا کنګره راغوښتې، عبدالهادي ارغندیوال وايي چې حزب‎اسلامي ګوند په عدلیې وزارت کې د ده په مشرۍ ثبت دی.

نوموړی چې د حزب‎اسلامي د مرکزي شورا د کنګرې د لومړۍ ورځې په غونډه کې هم ګډون نه‌و کړی، د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۸» ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه د ده او ګلبدین حکمتیار ترمنځ یووالی هم نه‎دی رامنځته شوی.

عبدالهادي ارغندیوال
عبدالهادي ارغندیوال

دی وايي:

"تر اوسه یووالی نه‎دی رامنځته شوی، خو هیله لرو چې هوکړه وشي. په عدليې وزارت کې حزب‎اسلامي زما په مشرۍ ثبت دی، خبرې روانې دي هیله ده چې یوې هوکړې ته ورسېږو او هر څوک چې حزبیانو د رهبر په توګه وټاکه زموږ لپاره به هم د تائید وړ وي."

ګلبدین حکمتیار د چهارشنبې په ورځ د حزب‎اسلامي د مرکزي شورا کنګره راوغوښته چې د مسؤلینو په خبره له ۳۰۰۰ نه زیاتو کسانو په‎کې ګډون کړی وو.

دغه کنګره به تر درې ورځو یعنې د جمعې تر ورځې دوام وکړي او تمه ده چې په پای کې یې د حزب‎اسلامي مشر هم مشخص شي.

حکمتیار غواړي د یوه واحد دریځ د رامنځته کېدلو لپاره حزب‎اسلامي بیا منظم کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، تر اوسه حزب‎اسلامي د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ له دوی سره ثبت دی.

د دغه وزارت ویاند امان ریاضت په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ عدلیې وزارت کې حزب‎اسلامي د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ او د ۴۶ مؤسسیونو په نوم ثبت کړی، د حزب‎اسلامي په نوم د دوی فعالیتونه غیر قانوني دي، خو که د کوم بل حزب په نوم پروګرامونه لري او غواړي ثبت‌یې کړي هغه بېل حساب دی، کولای شي کنګره جوړه کړي او خپل رهبر مشخص کړي او بیا د ثبت لپاره راشي."

خو د حزب‎اسلامي د مرکزي شورا ویاند وايي، افغان حکومت تېر کال د حزب‎اسلامي د رهبر په توګه له ګلبدین حکمتیار سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه.

د دغې شورا ویاند فضل من‌الله ممتاز ازادي راډیو سره په خبرو کې د عبدالهادي ارغندیوال د خبرو په اړه داسې وویل:

"کله چې د حزب‎اسلامي د پخوانیو غړو ترمنځ په ځانګړي ډول له ارغندیوال صاحب سره خبرې وشوې، ټول په دې توافق لري چې د حزب‎اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار دی او د افغانستان حزب‎اسلامي واحد دی او هېڅ ډول تجزیه او انشعاب په‎کې نه‌شته، دغه‌شان د سولې په هوکړه‌لیک کې ښاغلی ارغندیوال صاحب هم لاسلیک کړی دی."

ګلبدین حکمتیار د چهارشنبې په ورځ د حزب‎اسلامي د مرکزي شورا د کنګرې د پیل په ناسته کې وویل چې غواړي د یوه واحد دریځ د رامنځته کېدلو لپاره حزب‎اسلامي بیا منظم کړي.

خو په دغې کنګره کې د عبدالهادي ارغندیوال او د ولسي جرګې او د دغه ګوند د غړي اقبال صافي په ګډون د حزب‎اسلامي یو شمېر غړو ګډون نه‌و کړی.

اقبال صافي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دی به ملي ګټو ته په پام سره د حزب‎اسلامي د غړي په توګه پاتې شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG