د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار وروستیو څرګندونو د "افغانستان د ځوانانو د ملي مجمع" تند غبرګون راپارولی دی.
د افغانستان د ځوانانو ملي مجمع د حزب اسلامي د مشر د وروستیو څرګندونو په غبرګون وايي، د افغانستان سیاسي مشران باید له اختلاف پاروونکو څرګندونو څخه ډډه وکړي.
د دې مجمع غړو د دوشنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل، د پنجشیر د جنرالانو او د سولې شورا په اړه د ګلبدین حکمتیار وروستۍ څرګندونې د ملي یووالي خلاف دي.
د دې مجمع غړي صمیم صافي وویل، دا چې حکمتیار له پنجشیر ولایت څخه د جنرالانو په زیاتوالي انتقاد کړی، د توجیه وړ نهدی او دا شان څرګندونې اختلاف پاروونکي دي.
ښاغلي صافي وویل:
"که د حکمتیار صاحب وروستیو څرګندونو ته ځیر شو، هغه د ملي وحدت په ضرر دي. دا چې يو کلی، يوه ولسوالۍ او يا یو ولایت ۶۰۰ جنرالان ولري، دې کې څه ستونزه ده؟ زه فکر نهکوم چې د ۶۰۰ کسانو جنرالي به کوم جرم وي."
د ځوانانو د ملي مجمع مرستیال نعمتالله کشاف بیا د سولې د بهیر سره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي يوځای کېدل د سولې د عالي شورا يوه لاسته راوړنه وګڼله.
د کشاف په خبره سیاسي مشران باید د نفاق اچوونکو څرګندونو څخه ډډه وکړي او په هېواد کې د ملي يووالي د ټینګښت لپاره کار وکړي او د ترورېستي ډلو په وړاندې څرګندونې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د دې مجمع د غړو په خبره، د حزب اسلامي مشر په خپلو وروستیو څرګندونو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې هم خپرې شوي، له پنجشیر ولایت څخه د جنرالانو د شمېر د زیاتوالي تر څنګ د سولې په عالي شورا هم انتفاد کړی دی.
خو حزب اسلامي د خپل مشر په ادرس د یادې مجمع دا انتقادونه او څرګندونې ردوي.
د حزب اسلامي یوه ویاند حمید عزیزي د دوشنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د سولې د عالي شورا په اړه د ګلبدین حکمتیار خبرې سمې نهدي اورېدل شوي.
د ده په خبره ښاغلي حکمتیار ویلي، د سولې د عالي شورا لګښتونو او امکاناتو ته په کتو باید دغې شورا ته ډېر واکونه هم ورکړل شي.
خو ښاغلی عزیزي له پنجشیر ولایت څخه د جنرالانو د زیاتوالي د موضوع په اړه د ښاغلي حکمتیار د څرګندونو په اړه داسې وویل:
"جنرالي يوه رتبه ده چې په ډېرو هڅو، زحمتونو او تحصیل سره تر لاسه کېږي، موږ ولیدل چې د همدې شپږ یا اوو سوو جنرالانو فعالیتونو او کړنو په بېلابېلو برخو کې څه نتیجه لرله او څنګه وو؟"
په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځیې د وزیرانو شورا په ناسته کې خبرې کولې، د چا نوم وانهخیست، خو ویېویل چې کوم کسان چې په نورو باندې د تورونو لګولو او د تاریخ د تحریف کولو له لارې شهرت تر لاسه کوي، کوم ځای ته نهرسېږي.
ښاغلي عبدالله دغهشان وویل، د سولې په برخه کې هره صادقانه کړنه او عمل د خلکو له هرکلي او ملاتړه برخهمند دی.
راپور: واصل وصال