د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۷

حزب اسلامي وايي د خپل قوماندان امان‌الله وروستۍ څرګندونې څېړي


د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي، د دغه حزب يو شمېر غړو ته دنده ورکړل شوې څو د امان‌الله په نوم د دې حزب د يوه قوماندان اعتراضونه وارزوي او وايي، د دغه حزب ټول غړي مکلف دي چې د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا د پرېکړو اطاعت وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امان‌الله په نوم د دغه حزب يوه قوماندان چې يو شمېر وسله‌وال هم ورسره لیدل کېږي د يوې وېډيو له لارې چې د يو شمېر رسنیو له لارې خپره شوې ویلي چې د حزب اسلامي د سولې له بهیره راضي نه‌دی.

خو د دغه حزب يوه ویاند حشمت‌الله ارشد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د حزب اسلامي هېڅ يو غړی دا حق نه‌لري چې په خپلواک ډول د دغه حزب د پرېکړو په تړاو عکس‌العمل وښيي.

ښاغلي ارشد وویل چې د دغې ستونزې د سپیناوي او وضاحت لپاره‌يې د دغه حزب يو شمېر غړو ته دنده سپارل شوې څو دغه موضوع وڅېړي.

ارشد: د حزب اسلامي څو غړي هلته ورغلي څو معلومه کړي چې کیسه څه ده.
ارشد: د حزب اسلامي څو غړي هلته ورغلي څو معلومه کړي چې کیسه څه ده.

نوموړي زیاته کړه:

"د قوماندان صیب امان‌الله په تړاو چې کومه موضوع خپره شوې هغه داسې نه‌ده، هغه يوازې د سولې د هوکړې د موادو د عملي کېدو په تړاو اعتراضونه لري، نو د حزب اسلامي څو غړي هلته ورغلي څو معلومه کړي چې کیسه څه ده چې په اړ يې پرېکړه وشي."

په خپره شوې وېډیو کې د حزب اسلامي دغه قوماندان ویلي چې د افغانستان د حکومت سره د سولې هوکړه چې نېږدې ۹ میاشتې وړاندې لاسلیک شوه له نوموړي سره مشوره نه‌ده شوې.

نوموړي ویلي چې له دې وروسته به د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار څخه جلا د حزب اسلامي په نوم خپلې چارې مخته وړي.

دغه قوماندان همدارنګه ویلي چې د افغانستان په څو ولایتونو کې وسله‌وال کسان لري او تر هغې چې نړیوال ځواکونه په افغانستان کې وي دوی له جګړې لاس نه‌اخلي.

د یادې وېډیو له خپرېدو وروسته داسې راپورونه ورکړل شول چې د حزب اسلامي دغه ارشد قوماندان د روانې عیسوي میاشتې په ۲۴مه په کونړ ولایت کې د نړیوالو ځواکونو په يوې هوايي حمله کې ووژل شو.

هڅه مو وکړه چې د قوماندان امان‌الله له ویاند عبدالحلیم مبشر سره په دې تړاو خبرې وکړو خو بریالي نه‌شو.

خو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ویلي چې په یاده حمله کې قوماندان امان‌الله سطحي ژوبل شوی او د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره‌یې له حکومت غوښتي چې د دغې پېښې عاملین مجازات کړي.

د افغانستان حکومت بیا وايي، هر هغه څوک چې د سولې له بهیره جلا او د حکومت په وړاندې وجنګېږي له‌منځه به يوړل شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‌الله ازاد وايي، پر قوماندان امان‌الله د حملې په تړاو لا د څېړنو پایلې نه‌دي روښانه.

نجیب الله ازاد.
نجیب الله ازاد.

نوموړي زیاته کړه:

"هر هغه کس او ډله چې د اساسي قانون په چوکاټ کې د افغانستان تر بیرغ لاندې د حکومت سره يوځای شي او بیا بېرته جلا کېږي او د خلکو په وړاندې وسله پورته کوي، هغه ترهګر دی او امنیتي ځواکونه به‌یې ختم کړي."

په ورته وخت کې يو شمېر سیاسي کارپوهان بیا وايي، ښايي د دا شان ډلو په منځ کې د سیمې استخبارات چې نه‌غواړي دا ډلې د افغانستان د سولې له پروسې سره يوځای شي لاس ولري.

له دې ډلې خالد سادات وايي، سره له دې چې دا ډول کړنې د افغانستان د سولې بهیر ته کوم خاص زیان نه‌شي رسولای خو بیا هم څه ناڅه منفي اغېز لرلای شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG