د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

پرواني: کونړ کې هوايي حملې د حاجي امان الله په ګډون ۶ وسله وال وژلي


د کونړ امنیتي مسؤلین وايي، تېره شپه په شیګل ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو د بې پیلوټه طیارې په حمله کې د حاجي امان الله په ګډون شپږ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ مرستیال سمونوال غلام فاروق پرواني نن شنبې ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه څه کم درې بجې د نړیوالو ځواکونو یوې بې پیلوټه طیارې د شیګل ولسوالۍ په هلالزو سیمه کې د دولت پر وسله والو مخالفینو باندې حمله کړې چې شپږو کسانو ته پکې مرګ ژوبله رسېدلې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"نن شپه دوه بجې اوڅلویښت دقیقې وې چې د نړیوالو ځواکونو یوې بې پیلوټه الوتکي د شیګل ولسوالۍ کې پر داعشیانو برید کړی چې پکې شپږ تنه وژل شوي او یو ټپي دی، په وژل شوو کې حاجي امان الله، ګل محمد ،تاج محمد،محمداجان،امین الحق او شینا شامل دي."

هغه وايي، په یاده حمله کې ولسي خلکو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

د سیمې یوه تن اوسېدونکي عبدالرشید ازادي راډیو ته وویل چې د حاجي امان الله پر ډله حمله شوې، خو تراوسه نه ده معلومه چې خپله حاجي امان الله پکې وژل شوی او که ټپي شوی.

نوموړي زیاته کړه چې خلک د پېښې ځای ته ځکه نشي ورتللی چې اوس هم بې پیلوټه طیارې ګزمې کوي.

هغه وویل:

"زموږ کور د حاجي امان الله کور سره نېږدي دی،سهار يی کور کې ژړاګانې شوې، بیا چې خلک ورغلل ورته وییل شوی و چې حاجي امان الله زخمې دی، نور کسان پکې مړه دي طیاري اوس هم ګرځي دوي بره تللي دي تراوسه معلومات نشته."

امنیتي مسؤلین وايي، چې بې پیلوټه طیارې د داعش ډله بمبارې کړې، خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې حاجې امان الله د حزب اسلامي یو تکړه قوماندان و چې په دې وروستیو کې يې له یاد حزب سره اختلافات پیدا شوي و، همدا وجه وه چې حکمتیار سره يي کابل ته له تګ ډډه وکړه.

د روغې جوړې لپاره يې جرګې روانې وې.

نور رحمان چې د حاجي صاحب کشمیر خان ورور دی، څو ځلې يې خوا ته ورغی چې روغه جوړه وکړي او داخترنه وروسته هم د جرګې پلان و چې د حاجې امان الله خواته ورشي.

تر اوسه وسله والو مخالفینو او حاجي امان الله ته نېږدي کسانو د یاد برید په اړه څه نه دي ویلي.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG