د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

حزب اسلامي افغان حکومت سره خپل د مشارکت راپورونه رد کړي


د افغانستان حزب اسلامي د یوې اعلامیې په خپرولو حکومت سره د خپل مشارکت د پرېکړې راپورونه رد کړي دي.

له دغه حزب څخه په یوې خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د حزب‎اسلامي دريځ دا و او دا دی چې د جګړې په پای ته رسولو او د امنيت په ټينګښت کې به له دولت سره‌ له کوم قید او شرط پرته ملتيا او مرسته وکړي چې دا په هېڅ ډول په حکومت کې له مشارکت سره تړاو نه‎لري.

دا اعلامیه وروسته تر هغې خپرېږي چې په دې وروستیو کې یو شمېر داسې راپورونه خپاره شول چې ګنې، حزب‎اسلامي په ملي یووالي حکومت کې د مشارکت پرېکړه کړې ده.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ که څه هم په دې اړه څه نه‌وايي چې له حزب‎اسلامي سره په دې اړه خبرې شوي که نه؟ خو ټینګار کوي چې هر افغان په حکومت کې د شاملېدو او کار کولو حق لري.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال وايي:

"هر افغان د افغانستان د حکومت په هر څانګه کې په هره برخه کې د خدمت کولو حق لري او په دغې برخه کې کوم قانوني خنډ نه‌شته."

د یادونې وړ ده چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د افغانستان حزب‎اسلامي افغان حکومت سره د سولې د تفاهم‎لیک تر لاسلیک او د ښاغلي حکمتیار تر راڅرګندېدلو وروسته په وار-وار په افغانستان کې د سولې د ټینګښت برخه کې افغان حکومت سره د مرستې خبره کړې ده.

خو د دغه ګوند مشر په وار-وار په ملي یووالي حکومت کې ځینو ستونزو ته هم اشاره کړې چې په وینا یې باید اصلاحات رامنځته شي.

ګلبدین حکمتیار دا هم ویلي چې د افغانستان د اوسنیو ستونزو د هواري لپاره د یوې ملي اجماع په جوړولو بوخت دی.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان د ملي یووالي حکومت په خپلو کارونو کې ناتوانه او مات بولي وايي، که حزب‎اسلامي له حکومت سره مشارکت ته غاړه کېږدي، کېدای شي چې ښه حکومتوالي پیاوړې شي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد ودیر صافی د ملي یووالي حکومت په خپلو کارونو کې ناتوانه او مات بولي وايي، که حزب‎اسلامي له حکومت سره مشارکت ته غاړه کېږدي، کېدای شي چې ښه حکومتوالي پیاوړې شي.

د حقوقو او سیاسي علومو استاد ودیر صافی
د حقوقو او سیاسي علومو استاد ودیر صافی

ښاغلی صافی زیاتوي:

"که حزب‎اسلامي له حکومت سره یوځای شي کېدای شي چې د حکومت د استحکام په ګټه اقلاً تر راتلونکو دوو نورو کلونو لپاره چې انتخاباتو ته لاره هوارېږي تمام شي."

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د ملي یووالي حکومت له سختو سیاسي مخالفتونو سره مخ دی چې تازه په دې وروستیو کې دوو ائتلافونو د افغانستان د ژغورنې او د افغانستان د خلکو ملي محور یې په وړاندې د موجودیت اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG