د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

امریکا: ایران په ۲۰۱۶ کې د ترهګرو لومړی درجه ملاتړی و


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایي، ایران په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ترورېزم لومړی درجه ملاتړی هېواد و.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په کلني راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، ایران د حزب‎الله ډلې ملاتړی بلل شوی دی.

دا هغه ډله ده چې په لبنان کې دېره ده او د واشنګټن په وینا د امریکا د ملي ګټو پر ضد هڅې کوي.

په دې راپور کې بل لور ته د اسلامي دولت نومې یا داعش ډله د منځنۍ اسیا او بالکان هېوادونو لپاره جدي ګواښ بلل شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په راپور کې ایران همداراز تورن شوی دی چې د افغانستان شیعه د سوریې او عراق جګړو ته بیایي او ورته هڅې په پاکستان کې کوي.

امریکا په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ایران د ترورېزم مرستندویه او ملاتړی هېواد معرفي کړی دی.

په دې راپور کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ خپور کړ، راغلي دي، هغه ډلې چې د امریکا او د امریکا د متحده ایالاتو لپاره ګواښ پیدا کوي، د هغوی تر شا ایران درېدلی.

دا راپور په داسې وخت کې خپرېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې ډېر ترینګلې شوې دي او واشنګټن تهران په سیمه او نړۍ کې په بې‌ثباتۍ تورنوي.

تر دې یوه ورځ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هدر ناوئرت "Heather Nauert" ویلي وو چې هېواد یې د ایران هڅو ته اندېښنه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده هدر ناوئرت
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده هدر ناوئرت

نوموړې وايي:

"تجربې دا څرګندوي چې موږ او متحدان مو د بې‌ثباته کولو هڅو چې ایران په‎کې لاس لري، د ترهګرو تر ملاتړه او یو شمېر نورو مسایلو پورې، اندېښمن کړي یوو. نو دا نه‌یوازې امریکا او ګټې یې، بلکې زموږ متحدان هم اغېزمنوي."

امریکا پر ایران د توغندیو د ازموینې لپاره بندیزونه لګولي دي او دغه هېواد یې تورن کړی دی چې له بشري حقونو څخه سرغړونې کوي.

ایران دا ردوي چې د ترهګرو ملاتړ کوي، تهران وایي چې د اټمي وسلو د جوړېدو نیت هم نه‎لري.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په راپور کې ویل شوي دي چې تهران د حزب‎الله ملاتړی دی، د هغه چا چې د امریکا او د هغه د متحدانو لپاره یو تهدید دی.

په دې راپور کې بل لور ته داعش ته د یوه جدي ګواښ په سترګه کتل شوي دي.

که څه هم دغه ډله په وروستیو کې په عراق او سوریه کې په ګڼو ځایونو کې ځپل شوې ده، خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په راپور کې ویل شوي دي چې دا وېره شته چې د داعش وسله‎وال به په سوریه او عراق کې تر ځپلو وروسته خپلو هېوادونو ته ستانه شي او په دې ډول به بالکان او منځنۍ اسیا کې ګواښونه رامنځته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په راپور کې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې داعش د عراق، سوریې او لیبیا تر څنګ په افغانستان، مصر، سعودي عربستان او یمن کې جدي ترورېستي ګواښونه رامنځته کړل.

په راپور کې ویل شوي دي چې په عراق او سوریه کې له داعش سره د تاجکستان نېږدې زر تنه یوځای شوي دي چې ښایي دغه کسان په منځنۍ اسیا کې ګواښ رامنځته کړای شي.

داعش چې له ۲۰۱۴ میلادي کال راپه دې‌خوا د عراق موصل ښار نیولی و او دغه ښار یې د خپل خلافت مرکز بللی و، روانه میاشت‌یې له لاسه ورکړ، همداراز دغه ډله په سوریه کې هم په مختلفو سیمو کې ځپل شوې ده.

XS
SM
MD
LG