د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

ظریف: هیله ده د یمن جګړه د ایران او سعودي په جګړه وانه‌وړي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، هیله لري چې د یمن جګړه د ایران او سعودي‎ عربستان تر منځ په مخامخ جګړه وانه‌وړي او دواړه هېوادونه وکولای شي چې د یمن د ستونزې د هواري په برخه کې همکاري وکړي.

د سعودي ‎عربستان په مشرۍ یوه ائتلاف چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې جوړ شو، په یمن کې د ایران پلوه حوثي یاغیانو په وړاندې د یمن د حکومت تر څنګ ودرېد.

ایران اوسعودي چې په منځني ختیځ کې د لا ډېر نفوذ لرلو لپاره له یو بل سره سیالي کوي، پر یمن سربېره په سوریه کې هم د بېلابېلو سیالو ډلو ملاتړ کوي.

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په مې میاشت کې ویلي وو چې د نفوذ درلودلو لپاره د سني سعودي او شیعه ایران تر منځ هر ډول جګړه باید په ایران کې دننه وشي، نه د سعودي په خاوره کې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

کله چې تېره ورځ په نیویارک کې د نړیوالو اړیکو په شورا کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف څخه د دواړو هېوادونو تر منځ د مخامخ جګړې د احتمال پوښتنه وشوه، نوموړي وویل:

"موږ واقعاً د دې کار تمه نه‎لرو، باید ونه‌جنګېږو، د جګړې اړتیا هم نه‎شته او دواړه د منځني ختیځ له صحنې څخه د یو بل د لیرې کېدو د هڅو اړتیا هم نه‎لرو."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې د تلپاتې پرمختیا په اړه د لوړې سطحې په یوه غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی، وایي چې که د سوریې او یمن د وضعیت په اړه له یو بل سره موافق ونه‌اوسوو، کولای شو د دې ستونزو په هواري کې همکاري وکړو.

سعودي ‎عربستان، عربي متحده اماراتو، بحرین او مصر تېره میاشت په ناڅاپي ډول له قطر سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې او هغه هېواد یې د اسلامي تُندلارو ډلو په ملاتړ او له ایران سره په نېږدې اړیکو تورن کړ، خو قطر دا تورونه رد کړل.

جواد ظریف وایي ایران د یوه ګډ دښمن په وړاندې جګړه کې د دغو ټولو هېوادونو یو جدي متحد دی، ځکه د ده په باور تُندلارې ډلې د ټولو هېوادونو لپاره یو ګډ ګواښ دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه‌راز وویل چې له خپل امریکایي سیال رکس ټېلرسن سره اړیکې نه‎لري، خو وایي، دا په‎دې معنی نه‎ده چې دا اړیکې نه‎شي اوسېدلی.

ښاغلی ظریف وایي، ایراني چارواکي د تهران او د نړۍ د شپږو سترو قدرتونو تر منځ د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون په برخه کې له امریکایي چارواکو سره منظمې اړیکې لري.

XS
SM
MD
LG