د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

امریکا د ایران پر ۱۸ کسانو او بنسټونو نوي بندیزونه لګولي


د امریکا متحده ایالاتو پر ۱۸ افرادو او بنسټونو د ایران د بالسټیک توغندیو د پروګرام او د دې هېواد د ځینو نورو پوځي فعالیتونو د ملاتړ په تړاو نوي بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د خزانې وزارت د سې شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې وویل، دوی په خپلو بندیزونو کې ۱۶ هغه افراد او بنسټونه په نښه کړي چې د ایران د غیر قانوني فعالیتونو ملاتړ یې کاوه او نړیوالو جرمونو کې دخیل دي.

د امریکا د خزانې وزارت وايي، هغوی چې پرې بندیزونه لګېدلي، د وسلو په جوړولو، د چټکو بریدونو د وړو کښتیو په جوړولو او ترمیمولو او ځینو نورو پوځي برخو کې یې د ایران د پوځ یا سپاه پاسدارن ملاتړ کاوه.

د امریکا د خزانې وزیر استیون منوچین
د امریکا د خزانې وزیر استیون منوچین

په اعلامیه کې د امریکا د خزانې د وزیر استیون منوچین "Steven Mnuchin" له خولې ویل شوي:

"اداره به‌یې په سختۍ سره هغوی هدف وګرځوي چې د ترهګرۍ د ملاتړ بالسټیک توغندیو د پروګرام او د بشري حقونو د سرغړاویو په شمول د ایران د ناسمو فعالیتونو ملاتړ کوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې دوه ایراني بنسټونه‌یې پېژندلي چې د ایران د بالسټیک توغندیو په پروګرام کې ښکېل دي.

د دې وزارت ویاندې هدر ناوئرت "Heather Nauert" ویلي:

"ایران د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه‎لیک سره په څرګند مخالفت کې لیرې واټن ویشتونکي توغندي جوړ کړي او ازمویلي یې دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده هدر ناوئرت
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده هدر ناوئرت

نوموړې د سې شنبې په ورځ وویل، نوي بندیزونه د ایران د پرله‎پسې ګواښونو په عکس‌العمل کې لګول شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه پر ایران غږ کړی دی چې د باقر نمازي، سیامک نمازي او شیو وانګ په شمول دې هغه امریکايي اتباع خوشې کړي چې په ایران کې د جاسوسۍ په تور بندیان شوي دي.

امریکايي چارواکي په داسې حال کې پر ایران نوي بندیزونه اعلانوي چې د دوشنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ ادارې تائید کړه چې ایران د خپل اټمي پروګرام په اړه د نړۍ له شپږو پیاوړو هېوادونو سره کړی د ۲۰۱۵ میلادي کال توافق عملي کړی او د اټمي پروګرام له کبله به پرې لیرې شوي بندیزونه همداسې نالګېدلي پاتې شي.

بل‎خوا د اېرنا خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو وزارت په حواله دا بندیزونه غندلي او دا یې د امریکا غیر قانوني بندیزونه بللي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل:

"ایران به پر هغو امریکايي اتباعو او بنسټونو له خپله اړخه بندیزونه ولګوي چې د دې وزارت په وینا د ایران او یا د سیمې د نورو مسلمانانو پر ضد یې اعمال ترسره کړي."

XS
SM
MD
LG