د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

ایرانیانو لا ولې د اټمي موافقې ګټې په عملي ژوند کې نه دي لیدلي؟


نشته د ایران اټمي موافقه چې د ۲۰۱۵ کال د جولای په پنځلسمه نېټه لاسلیک شوه د سترې بریا په توګه ښودل کېده خو دادی دوه کاله وروسته دا موافقه په تهران او واشنګټن کې خورا لږ دوستان لري.

هغه مهال چې د ایران او لوېدیځ ترمنځ اټمي موافقه لاسلیک کېده د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما او د بهرنیو چارو وزیر جان کري ادعا کوله چې دا موافقه د اټمي وسلو د مخنیوي لپاره د امریکا د ډیپلوماسۍ ستره بریا ده او په تهران کې د دوی سیالان حسن روحاني او جواد ظریف هم همدومره تاوده وو.

چین، روسیې، فرانسې، برتیانیا او جرمني هم دا موافقه لاسلیک کړه څو اهمیت یې لازیات شي.

د تهران اټمي موافقه چې رسماً د ۲۰۱۶ کال د جنوري میاشتې په ۱۶ نېټه نافذه شوه، د تهران پر اټمي پروګرام د نړیوالو څارنه یقیني کوي څو له دې پروګرام څخه یوازې د سوله ییزو اهدافو لپاره کار واخیستل شي او په بدل کې یې ژمنه وشوه چې پر ایران لګېدلي ټول هغه بندیزونه به په تدریجي ډول لېرې کېږي چې له څوکلونو راهیسې یې د ایران پر اقتصاد ناوړه اغیز کړی.

په تهران کې د ۲۰۱۵ کال د جولای د میاشتې خوښۍ نورې نو نشته او که څه هم اکثر ایرانیان له لوېدیځ سره د اړیکو نژدې کېدل غواړي خو هغه ګټې چې خلک د اټمي موافقې په نتیجه کې ورته په تمه وو، تر اوسه په عملي ژوند کې نه لیدل کېږي.

د روژې په پای کې د ایران د ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي له وینا شېبه مخکې د اسلامي جمهوريت د نظام اصلي مداح شاعر میثم مطیعي له امریکا سره د ایران اټمي موافقه چې دی یې له عمو سام سره موافقه یا برجام بولي وغندله:

"برجام ته بېځایه خوشالي غلطي وه، د عموسام پر خبرو تکیه غلطي وه، ملګریه، له هغو شوکمارو سره مو موافقه کړې چې څو ځلې یې خپل قول مات کړی خو موږ یې مات نه کړو."

جمهوري غوښتونکي میلیاردر ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پرمهال پر دې تړون سخت انتقادونه کول.

ټرمپ پر دې موافقې سخت انتقاد وکړ.
ټرمپ پر دې موافقې سخت انتقاد وکړ.

ده به په هر کمپاین کې د وینا پرمهال دا تر ټولو ناکامه موافقه بلله او ژمنه یې وکړه چې که انتخابات وګټي نو فسخ به یې کړي خو ولسمشر ټرمپ تر اوسه دا کار نه دی کړی او حتی د ټرمپ ادارې پریکړه وکړه چې له ایران سره د اټمي موافقې په اړه د څېړنې تر بشپړېدو پورې به پر ایران د بندیزونو د لیرې کولو په برخه کې د اوباما پالیسۍ ته دوام ورکړي.

خو ټرمپ چې له دې مخکې یې د پاریس د اقلیمي تړون د فسخ کولو ژمنه کړې او له کیوبا سره د امریکا د اړیکو د ښه کولو په اړه یې هم شک څرګند کړی که له ایران سره اټمي موافقه هم فسخ کړي نو دا به د اوباما د دورې میراث په خطر کې واچوي.

ښاغلي ټرمپ لادمخه په منځني ختیځ کې د اوباما مخالف دریځ غوره کړی، د سعودي عربستان له سني مشرانو سره اړیکي یې پیاوړي کړي او د سعودي د شیعه سیال ایران د انزوا غوښتنه یې کړې ده.

XS
SM
MD
LG