د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

حکمتیار افغانستان ته د نورو بهرنیو پوځيانو له راتګ سره مخالفت وکړ


د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار افغانستان ته د نورو بهرنیو پوځیانو له راتګ سره مخالفت وښود.

ګلبدین حکمتیار وايي، افغانستان ته د نورو بهرنیو پوځیانو راتګ به د سیمې د حساسیتونو تر څنګ د افغانستان ستونزې هم لاپسې ډېرې کړي.

ښاغلي حکمتیار د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې په تېرو ۱۷ کلونو کې د امنیت په برخه کې د افغان حکومت او بهرنیانو پالېسۍ ناکامې وې او باید له سره پرې غور وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په دې باور یو چې افغانستان ته د نورو بهرنیو پوځونو استول نه‌یوازې دا چې ستونزې نه‌شي حل کولای بلکې لا به‌يې ډېرې کړي، قضیه به لا کړکېچنه او حساسیتونه به راوپاروي کله چې د ناټو یو سلو شپېته زره سرتېرو چې په بشپړ ډول مسلح وه څه ونه‌شوی کړای نو څو زره نور هم څه نه‌شي کولای."

حکمتیار: د بهرنیو سرتېرو استول به حساسیتونه زیات کړي.
حکمتیار: د بهرنیو سرتېرو استول به حساسیتونه زیات کړي.

د حزب اسلامي مشر وروسته له هغې دا څرګندونې کوي چې تېره اوونۍ د ناټو دفاع وزیرانو د بروکسل په ناسته کې پرېکړه وکړه چې افغانستان ته به نور پوځیان استوي.

که څه هم تر دې دمه افغانستان ته د راتلونکو ناټو پوځیانو شمېر نه‌دی معلوم، خو د ناټو عمومي منشي ویلي افغانستان ته د زرګونه پوځیانو د استولو پرېکړه شوې ده.

د راپورونو له مخې پنټاګون هم افغانستان ته د څلور زرو امریکايي پوځیانو د استولو پرېکړه کړې، خو په دې اړه رسمي اعلان نه‌دی شوی.

له دې ټولو سره-سره د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر ویلي چې امریکا به تر راتلونکو لسو ورځو پورې د افغانستان په اړه خپله ستراتېژي اعلان کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست وايي، هغه نور امریکايي او ناټو پوځیان چې افغانستان ته راستول کېږي یوازې به افغان ځواکونو ته سلا مشورې ورکوي.

مینه پال: بهرني ځواکونه له افغان ځواکونو سره یوازې د مشورې برخه کې مرسته کوي.
مینه پال: بهرني ځواکونه له افغان ځواکونو سره یوازې د مشورې برخه کې مرسته کوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"افغانستان ته د ناټو د نورو پوځیانو د رالېږلو دلیل دا دی چې دوی به یوازې له افغان ځواکونو سره د سلا مشورو په برخو کې همکاري وکړي، موږ په هېڅ وجه د ناټو سرتېري جګړې ته نه‌داخلوو، بلکې افغان ځواکونه د دې توان لري چې د هر ګواښ پر وړاندې مبارزه وکړي."

تر دې وړاندې د ولسي جرګې یو شمېر غړو هم ویلي چې امریکا او ناټو باید په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د زیاتولو پر ځای افغان ځواکونه ښه سمبال کړي، خو د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې افغانستان ته د بهرنیو پوځیانو راتګ د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې د بریا لپاره مهم بللی و.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG