د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر وايي، د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر د ادارې نوې ستراتېژي به په یوې اوونۍ یا لسو ورځو کې اعلان شي.
نوموړي وویل:
"تمه ده چې په دغې پالېسۍ کې د ترهګرو د امن ځایونو په اړه یو واضح دریځ غوره شي، د دغې ستراتېژۍ پر اساس زه فکر کوم چې یو څه زیاته مرسته به له افغانستان سره وشي او هم به پر هغو هېوادونو چې ترهګر تمیلوي زیات فشار راوستل شي."
طارقشاه بهرامي دا څرګندونې نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وکړې او زیاتهیې کړه چې د دغې نوې ستراتېژۍ له مخې به افغانستان ته د استول کېدونکو امریکایي سرتېرو شمېر هم مشخص شي.
د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر چې په وروستیو کې یې په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې ګډون کړی، دغهراز وویل چې ناټو د افغانستان د څلور کلن امنیتي پلان چې د افغان ځواکونو د وړتیاو د زیاتولو او له فساد سره د مبارزې په ګډون د ځینو ستونزو د هوارولو په مقصد جوړ شوی ملاتړ وکړ.