د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

ولسي جرګه: د نورو بهرنیو سرتېرو استول د امینت تامین لپاره ګټور نه دي


د افغانستان ولسي جرګې د ناټو او امریکا د هغه پرېکړې چې له مخې يې افغانستان ته نوي پوځیان استول کېږي مخالفت وکړ وايي چې دا د امنیت د ټینګښت په برخه کې ګتور نه شي تمامېدلی.

د دغه جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزی چې د شنبې په ورځ يې د جرګې ریاست پر غاړه درلود وویل چې نړیوال مرسته کوونکي دي د پوځیانو د زیاتولو پرځای افغان امنیتي ځواکونه تمویل او تجهیز کړي.

محمد نذیر احمدزی.
محمد نذیر احمدزی.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ وایو هغه لګښتونه چې پر بهرنیو عسکر کېږي که زموږ په امنیتي ځواکونو وشي، او یا هم د دې پرځای زموږ هوايي ځواکونه پیاوړي شي دا کار به د تېر په نسبت مثبت تمام شي او زه باور لرم چې موږ افغانان د خپل هېواد امنیت په خپله ټینګولای شو."

یو شمېر وکیلانو هم د جرګې د شنبې د ورځې په عمومي ناسته کې یادې موضوع ته په اشاره سره وویل چې د نورو بهرنیو پوځیانو راستول به د وضعیت د ښه کېدو پر ځای ستونزې لاپسې ډېرې کړي.

د دې وکیلانو له ډلې کرام الدین رضا زاده وویل:

"څومره چې بهرني پوځیان په افغاستان کې زیاتېږي په هماغه اندازه ستونزې هم ورسره ډېرېږي."

له دې وړاندې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ اعلان کړی و چې زرګونه نور پوځیان به هم افغانستان ته واستول شي.

ښاغلي سټولټنبرګ د پنجشنبې په ورځ د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع د وزیرانو له ناستې وړاندې په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې تر دې دمه د ناټو غړو پنځلسو هېوادونو ژمنه کړې چې افغانستان ته خپل پوځیان واستوي.

نوموړي وویل؛ د ناټو غړو هېوادونو د افغان ځانګړو ځواکونو د پیاوړي کولو، هوايي ځواک ته د نورو الوتکو او هلیکوپټرو د ورکولو او د سرتېرو د روزنې برخې ته د پاملرنې زیاتولو په برخه کې هم موافقه کړې ده.

د ناټو عمومي منشي وویل چې افغانستان ته د ناټو د غړو هېوادونو د نورو پوځیانو د استولو دقیقه شمېره به وروسته اعلان شي.

د راپورونو بر بنسټ د امریکا دفاع وزارت هم افغانستان ته د نورو ۴ زره پوځیانو د استولو په اړه غور کوي، او له ناټو يې هم غوښتنه کړې چې د ۳ زرو په شااوخوا کې نور پوځیان افغانستان ته واستوي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي له ۲۰۱۵ کال وړاندې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو شمېر یو لک پنځوس زره ته رسېده چې وروسته بیا راکم شو.

اوس دا وزارت د روزنې او مشورې ورکولو په برخه کې د بهرنیو پوځیانو زیاتېدل د افغان ځواکونو اړتیا بولي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

محمد رادمنش.
محمد رادمنش.

"د افغانستان د اردو شمېر اوس مهال یو لک پنځه زره عسکرو ته رسېږي او دوی غواړي چې په بېلابېلو برخو کې دا وروزل شي، نو له دې امله دا هر څه د افغانستان په جغرافیه کې امکان لري چې دوی افغانستان ته راشي او په بېلابېلو برخو کې له موږ سره همکاري وکړي."

اوس مهال د ۸۴۰۰ امریکايي پوځیان په ګډون ۱۳۴۰۰ بهرني پوځیان په افغانستان کې په ماموریت بوخت دي چې دنده يې افغان ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکول دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې افغانستان ته د نورو امریکايي او ناټو پوځیانو راستول د ترورېزم په وړاندې په جګړه کې له افغان ځواکونو سره مرسته کوي او دا به مثبته نتیجه ورکړي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG