د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

کابل چاپ ورځپاڼو د ناټو د دفاع د وزیرانو د غونډې په اړه تبصرې کړي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په بروکسل کې د ناټو د دفاع د وزیرانو د غونډې په اړه یو شمېر مطالب لیکلی دي.

دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د ناټو سازمان د دفاع د وزیرانو په غونډه کې د افغانستان پر نظامي ملاتړ ټینګار شوی او د ګواښونو د کابو کولو په هدف دغه هېواد ته د زرګونو تازه دمو سرتېرو د استولو پرېکړه هم شوې ده.

په سرمقاله کې راغلي چې د افغانستان په اړه د ناټو ورستۍ ناسته د دې څرګندونه کوي چې لا هم دغه سازمان د افغانستان د ملاتړ لپاره لېوالتیا لري او نه غواړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په پټن ځای بدل شي.

خو د سرمقالې لیکوال لیکلي، که چېرې ناټو واقعاً غواړي چې افغانستان ارامه شي او د پرمختګ بهیر پیل کړي، لازمه ده چې په بنسټیزو حل لارو فکر وکړي، کوم چې د سرمقاله لیکونکي په باور هم یې دوی ته مالي لګښت کم وي او هم افغانان د سولې، ثبات او پرمختګ څښتنان شي.

هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، افغان حکومت د ناټو مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري، د امریکا او ناټو سره د افغانستان امنیتي او دفاعي تړونونه په دې مانا دي چې هغوی افغانستان له بهرنیو خطرونو وژغوري او په وړاندې یې افغان ځواک پیاوړی کړي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، افغان حکومت د ناټو له دغه اقدامه چې زرګونه نور روزونکي او ملاتړي ځواکونه رالېږي، هرکلی کوي او د ده په خبره دا چې افغان ځانګړي ځواکونه له ډلو د فرقې تر بریده ورسول شي د امریکا او ناټو ملاتړ ته په دې برخه کې سخته اړتیا ده.

افغانستان ما

افغانستان ما، خپلواکې ورځپاڼې هم د موضوع په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

ورځپاڼه لیکلي، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د امنیت ټینګښت په افغانستان کې د ناټو اصلي هدفونه دي نو ځکه دغه سازمان نه شي کولای چې له خپل مسؤلیت اوږې سپکې او په افغانستان په خپل حال پرېږدي.

بلکې د سرمقاله لیکونکي په باور ناټو د خپلو ژمنو له مخې په یادو دواړو برخو کې دنده او مسؤلیت لري.

سرمقاله لیکونکی لیکي، ناټو که په ريښتینې ډول په افغانستان کې د جګړې ختمول غواړي نو باید یادو هدفونو ته درسیدلو په خاطر د ترهګرو ځالې او مرکزونه له منځه یوسي او په ملاتړو یې سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماتیک فشارونه هم زیات کړي.

XS
SM
MD
LG