د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

بروکسل غونډه کې د «بهرامي» د خبرو مهم ټکي


د امریکا او د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په بروکسل کې په خپله غونډه کې په دې اړه چې افغانستان ته به په کوم شمېر اضافي سرتېري استوي څه ونه ویل خو دوی له افغانستان سره د مرستو پر ژمنو ټینګار وکړ او ترڅنګ یې په افغان ځواکونو کې د فساد پرضد د اقداماتو غوښتنه وکړه.

وروسته له دې چې د ناټو د عمومي منشي او د امریکا دفاع وزیر په دې اړه څرګندونې وکړې د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي په یوه خبري غونډه کې خبرې وکړې.

احمدتکل د ازادي راډیو له خبریال نسیم شفق سره چې په دې غونډه کې حاضر و، مرکه کړې.

نسیم شفق د مرکې په پیل کې د ښاغلي بهرامي د خبرو پر مهمو ټکو رڼا واچوله:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG