د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

حزب اسلامي غواړي د خپلو فعالیتونو د پراختیا لپاره بیا منظم شي


د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، په مهمو ملي مسایلو کې د يو ګډ دریځ د رامنځته کولو او د حزب اسلامي د فعالیتونو د پراختیا لپاره غواړي چې دغه حزب بیا منظم کړي.

په داسې حال کې چې يو شمېر افغان کارپوهان په هېواد کې روان وضعیت د اندېښنې وړ بولي د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي په مهمو ملي مسایلو کې د يو ګډ دريځ د رامنځته کولو په هدف د دغه حزب د بیا تنظیم خبره کوي.

ښاغلي حکمتیار چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم۱۷» د لويې جرګې په خیمه کې د دغه حزب په لومړۍ کنګره کې خبرې کولې د هېواد اوسنی وضعیت حساس وباله او د روان وضعیت په کابو کولو يې د حزب اسلامي پر ګټور رول ټینګار وکړ.

ښاغلي حکمتیار وویل، لکه څنګه چې په دغه حزب کې اختلافات نه‌شته، نو په کار ده چې دفترونه او بیرغونه‌يې هم جلا نه‌وي.

حکمتیار: لومړی د حزب مجدد تنظیم دی.
حکمتیار: لومړی د حزب مجدد تنظیم دی.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په خپل مخ کې ډېر ستر مسایل لرو، لومړی د حزب مجدد تنظیم دی، دلته د حزب په نوم ګڼ دفترونه پرانیستل شوي و، لومړی يو او ورو ورو شمېر زیات شوی او شمېر یې درېیو، څلورو ته رسېدلی، نو زموږ لومړی کار دا و چې دغه دفترونه سره توحید کړو چې له دې وروسته نه بېل بېل ادرسونه وي او نه بېل بېل دفترونه او پر سر يې بیرغونه."

ښاغلي حکمتیار دا شان وویل، يو شمېر بهرنۍ او کورنۍ کړۍ له پخوا نه په دې هڅه کې دي چې دغه حزب ټوټې ټوټې کړي، خو د حزب اسلامي نننۍ تاریخي ناسته چې د دغه حزب د مرکزي شورا شااوخوا ۳۰۰۰ مخورو څېرو په‌کې ګډون کړی ښه ځواب دی.

د حزب اسلامي مشر وویل، د دې شورا حزبي تشکیلات به د ولسوالیو تر کچې وغځېږي او د پخوانۍ مرکزي شورا پر ځای به له اوسنیو شرایطو سره برابره مرکزي شورا جوړېږي چې په‌کې به د لویو جوماتونو خطیبان، د ولسي جرګې اوسني او پخواني غړي، پخواني او اوسني وزیران، سفیران، والیان ستر جهادي قوماندانان او يو شمېر نور ستر شخصیتونه شامل وي.

ښاغلي حکمتیار د روان وضعیت څخه د وتو يوازنۍ لار شفافې ټاکنې وبللې او ویې‌ویل چې راتلونکې پارلماني ټاکنې باید پر خپل وخت سره ترسره شي.

د ده په خبره ځیني ګوندونه په ټاکنو کې د حزب اسلامي له پراخ ملاتړه ډارېږي، نو غواړي چې د ټاکنو په کمېسیون کې د بدلونونو په راوستلو سره ټاکنې له خپل ټاکلي وخت نه وځنډوي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي په هېواد کې يو له پېژندل شویو حزبونو څخه دی چې له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته د دغه حزب رهبري شورا ووېشل شوه او فعالیتونه‌يې هم ټکني شول چې په ۱۳۹۵ کال کې د بین‌الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې بهیر سره يوځای شول او خپل فعالیتونه‌يې بېرته پیل کړل.

په ورته وخت کې يو شمېر افغان کارپوهان بیا وايي، د حزب اسلامي په ګډون ټول هغه ګوندونه چې اسلامي داعیه ولري، ډېر ژر کولای شي چې د ولس اعتماد خپل کړي، خو په دې شرط چې ملي دريځ ولري.

د سیاسي چارو کارپوه قدرت‌الله ځواک وویل:

"که دوی دغه دوه ځانګړتیاوې ولري نو ډېر به بریالي وي، لومړی دا چې دوی بهرنیو کړیو پورې تړلي نه‌وي او دوهم دا چې دوی ملي دریځ خپل کړي او له دې لارې په ولس کې ملاتړي پیدا کړي."

د حزب اسلامي د مرکزي شورا غونډه به درې ورځې دوام کوي او پایله کې به شپږګونې کمېټې د دغه حزب لپاره يوه عمومي پالېسي جوړوي او د هېواد په کچه به د دغه حزب ۵۰۰ کسیزه رهبري شورا هم جوړېږي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG