د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

میاخېل: د افغان کډوالو ایستل باید د کابل او برلین د موافقې لمخې تر سره شي


د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له جرمني غواړي چې د افغانستان امنیتي وضعیت ته په پام د افغان پناه غوښتونکو دوسيې له سره وڅېړي او د مخصوصو پناه غوښتونکو د ایستلو کار په تدریجي ډول وکړي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له جرمني څخه د رد شوو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو چارې باید د هغې موافقې له مخې وي چې تېر مېلادي کال د افغان حکومت او جرمني ترمنځ شوې ده.

افغان حکومت وروسته تر هغې دا غوښتنه کوي چې جرمني د پنجشنبې په ورځ وویل څه د پاسه ۱۴ زره رد شوي افغان پناه غوښتونکي بېرته خپل هېواد ته استوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د رسنیو مسؤل حفیظ احمد میاخېل په دې اړه تېره شپه ازادي راډیو ته وویل:

حفیظ احمد میاخېل
حفیظ احمد میاخېل

"د هغې هوکړې له مخې چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت يې له جرمني سره لري، د رد شوو افغان پناه غوښتونکو او کډوالو ستنول باید په تدریجي ډول وي، د دوی ستنول باید د افغانستان د جذب له ظرفیت سره سم وي."

ښاغلي میاخېل وویل جرمني په اوس وخت کې هغه افغانان بېرته ستنوي چې یا يې په دغه هېواد کې کوم جرم کړی وي، یا يې د هویت اسناد ښکاره کړي نه وي او یا د جرمني ملي امنیت ته ګواښ بلل کېږي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت هم وايي چې په اوس وخت کې یوازې هغه افغان پناه غوښتونکي وباسي چې په یادو درېیو کټګوریو کې شامل وي.

جرمن مقامات وايې د ۲۰۱۶ مېلادي کال د ډسمبر له میاشت راپدیخوا تر اوسه ۱۲۸ افغان پناه غوښتونکي چې کیسونه يې رد شوي، بېرته خپل هېواد ته استول شوي دي.

د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې په تېره جوزا میاشت کې د ټانکر بم له خونړي برید وروسته چې د جرمني د سفارت مخته وشو او څه د پاسه یو نیم سل کسان يې ووژل جرمني په موقت ډول د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ،ودروله.

مجروح: د کابل موټربم چاودنه کې ۸۰ تنه وژل شوي او له ۳۵۰ ډېر ټپيان شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت جرمني تر اوسه افغان حکومتته د څه د پاسه ۱۴ زرو افغان پناه غوښتونکو د ستنولو په اړه رسمي خبر نه دی ورکړی او د افغانستان امنیتي وضعیت ته په پام دوی له جرمني غواړي چې د افغانانو د پناه غوښتلو پر کیسونو له سره غور وکړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دغه راز وايي چې اروپايي ټولنې او د کډوالۍ نړیوال سازمان له دوی سره د اتیا میلیونو ډالرو د نقدي مرستې او د راستنېدونکو د ادغام مجدد لپاره د همکاریو ژمنې کړي دي چې تر اوسه پورې عملي شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG