د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

له اروپا د رد شویو افغان پناه غوښتونکو ایستلو لړۍ تېره شوې


تېره اوونۍ کې دوه جوپې نور افغانان چې په اروپا کې یې د پناه غوښتنه رد شوې وه، په دوو الوتکو کې کابل ته واستول شول.

دا کسان د اروپايي ټولنې او افغان حکومت ترمنځ د شوي توافق له مخې افغانستان ته استول کېږي.

په تېره اوونۍ کې افغانستان ته له اروپا څخه د افغان کډوالو پر دې استولو د هغو افغانانو شمېر ۲۸۴ تنو ته ورسېده چې په روان میلادي کال کې له اروپا ایستل شوي او افغانستان ته ډیپورټ شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت ویاند حافظ احمد میاخېل رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له اروپا څخه ۵۸۰ افغان بېرته افغانستان ته ډیپورټ شوي وو.

رویټرز خبري اژانس وايي، د هغو افغانانو شمېر چې له اروپا په جبري توګه ایستل کېږي، د هغو زرګونو نورو په مقایسه کم دی چې په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي.

خو له اروپا څخه په جبري توګه د هغو افغانانو هېواد ته ستنول چې د پناه غوښتنه یې رد شوې په زیاتېدو دي او د کډوالو یو شمېر فعالان وايي، یو داسې هېواد ته د کډوالو بېرته استول چې حکومت یې له درې برخو څخه په دوو برخو خاوره واک لري او د وسله والو فعالیتونه په کې زیات دی ناسم کار دی.

رویټرز خبري اژانس وايي له جرمني څخه ۱۵ ډیپورټ شوي افغانان په یوې چارټر شوې الوتکه کې د سې شنبې په ورځ کابل ته ورسېدل.

د چهارشنبې په ورځ ۱۹ نور هغه افغانان چې له اتریش او لس تنه چې له سویډن نه ایستل شوي و کابل کې ښکته شول.

ټاکل شوې چې د راتلونکې سې شنبې په ورځ به له فنلینډ څخه هم یوه ډله ایستل شوي افغانان کابل ته ورسېږي.

اروپايي هېوادونه وايي، هغه کسان چې دوی یې بېرته افغانستان ته استوي د پناه غوښتنې یې رد شوي او همدارنګه د افغانستان لوی ښارونه لکه کابل تر ډېره حده خوندي دي.

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې اروپا ته د ورغلیو کډوالو په منځ کې افغانان دویمه لویه ډله وه.

په اروپا کې امنیتي اندېښنو او د دې ځای په ټولنو کې د افغانانو د ادغام ستونزو اروپايي سیاستوال اړ کړل چې په دې برخه کې سخت دریځ خپل کړي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند ښاغلي میاخېل رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې موږ له اروپايي ټولنې سره توافق ته ژمن یوو، خو نړیواله ټولنه باید د دې خلکو سره چې له اروپا ایستل کېږي مرسته وکړي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، په داسې حال کې چې د طالبانو، داعش او القاعده شبکې خلاف افغانستان کې جګړه روانه ده، دوی به سږ کال د تېر کال په مقایسه له زیاتو هغه افغانانو سره مخ وي چې په جبري توګه له اروپا ایستل شوي دي.

د شمس احمدي په نوم ۲۴ کلن افغان رویټرز خبري اژانس ته ویلي، وروسته له هغې جرمني پولیسو ونیوه چې د ۲۰۱۱ میلادي کال راهېسې یې د پناه غوښتنه پرلپسې دوه ځلې رد شوه.

د رضا علي زاده په نوم یو بل افغان ویلي، ۱۸ میاشتې په ناروي کې و خو پولیسو ونیوه او بېرته یې کابل ته واستوه.

نوموړی وايي، دا ۱۷ کلن و خو د ناروي چارواکو تر شل کلنۍ پورته ګڼلې او له همدې کبله یې دده د پناه غوښتنه رد کړې.

XS
SM
MD
LG