د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۳۵

مظاهره چیان: له بریتانې ایستل شوی افغان دې بېرته راوستل شي


بریټانوي رسنیو ویلي یو شمېر خلکو پرون شپه په یوې بیړنۍ مظاهره کې د هغه افغان د بېرته ور غوښتو په ملاتړ غږ اوچت کړ چې په زور له بریټانیا ایستل شوی دی.

دوه ویشت کلن صمیم بیګزاد د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت له خوا کابل ته په زور استول شوی دی.

د کینټ تبعیض ضد ډلې مشرې بریجت چپمن ویلي تر هغو به خپل غږ اوچتوي تر څو چې د صمیم بیګزاد په اړه د محکمې حکم نه وي اجرا شوی او هغه بېرته په خوندي توګه نه وي را انتقال شوی.

لومړی وار څه وخت مخکې د ترکش ایرلاینز پیلوټ د صمیم بیګزاد له وړلو انکار کړی و او هغه بېرته د کډوالو کمپ ته بیول شوی و خو په دویم وار د دې لپاره چې څوک د بیګزاد شور او غږ وانه وري د امنیتي ساتونکو له خوا په الوتکې کې کښینول شوی و.

په بریټانیا د کورنیو چارو په وزارت په دې انتقاد دی چې د سترې محکمې له حکم سره سره یې چې د بیګزاد په ګټه ورکړی و هغه ولې افغانستان ته استولی دی.

صمیم بیګزاد چې دوه ویشت کلن دی په بریټانیا کې یې د پناه غوښتنه کړې وه او وايي چې په افغانستان کې یې ژوند ته جدي خطر مخ دی.

XS
SM
MD
LG