خبرونه
په روسیه کې د سلګونو زره کسانو بریښنا قطع شوې
د روسیې د بلګورود والي نن وویل چې د اوکراین د توغندیو له برید وروسته په سیمه کې د شپږ لکه استوګنو بریښنا قطع شوې ده، نو نه مرکزګرمي لري او نه هم اوبه.
ویاچسلاو ګلادکوف په ټیلګرام کې لیکلي دي چې د دې ستونزې د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي خو وضعیت ډیر کړکیچن دی.
بلګورود د اوکراین له خارکیف سره سرحد لري، د دوه زره دوه ویشتم کال په فبروري میاشت کې چې کله روسیي ځواکونو پر اوکراین برید وکړ، په بلګورود کې یو نیم میلیون کسانو ژوند کاوه، خو پر دې سیمې په منظم ډول اوکرایني ځواکونه حملې کوي.
بل لور ته په تیرو نژدې څلورو کلونو کې چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی دی، روسیي ځواکونو په مکرر ډول په ژمي کې د اوکراین د تودوخي سیستمونه په نښه کړي دي چې وروستی برید یې د پنجشنبې په شپه وکړ چې له امله یې د پلازمینې کییف په شاوخوا نیمایي اپارتمانونو کې د مرکز ګرمي سیستمونه له کاره ولویدل.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
افغانستان او ایران نن د اسیا جام په فوټسال کې سره مخ دي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن مازیګر له ایران سره مخ کېږي.
دا د اندونیزیا په کوربه توب د فوټسال د اسیايي جام په ګروپي دور کې د افغانستان وروستۍ لوبه ده.
افغانستان دمګړۍ د ډي ګروپ په سر کې ځای لري ځکه خپلې دواړه لومړۍ لوبې یې ګټلي.
په اولنۍ لوبه کې یې درې پر صفر سعودي عربستان مات کړی او په دویمه لوبه کې یې اوه پر صفر مالیزیا له مخې لرې کړې ده.
ایران هم خپله لومړۍ لوبه ۴ پر ۱ له مالیزیا او دویمه لوبه ۲ پر صفر له سعودي عربستان ګټلې.
د افغانستان د فوټسال د ملي ټیم مشر روزونکی مجید مرتضايي چې په خپله هم د ایران دی ویلي دا وار به د افغانستان د ملي ټیم د بریا لپاره هڅه کوي ځکه وروستی وار افغانستان او ایران د اسلامي پیوستون په لوبو کې خپله مسابقه مساوي کړې وه.
یاده دې وي چې افغانستان واردمخه د اسیايي جام د فوټسال حذفي پړاو یا اتو غوره لوبډلو ته وتلی دی او د ایران په وړاندې بریا یا ماته به په راتلونکي پړاو کوم خاص تاثیر ونه لري خو یواځې به د ګروپ د سر ټیم معلومیږي.
د ایران په دوو ښارونو کې چاودنو یو شمېر خلکو ته مرګژوبله رسولې
د ایران په بندرعباس او اهواز کې دوه چاودنې شوي چې یو شمېر کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د هرمزګان ولایت د بیړنیو چارو د کنټرول ادارې ویلي چې شنبه په بندرعباس ښار کې په یوه هستوګنیزه ودانۍ کې چاودنې لږ تر لږه ۱ کس وژلی او ۱۴ نور یې ژوبل کړي دي.
چارواکو ویلي چاودنه د ګازو د لیک کېدو له امله شوې.
اخوا په اهواز کې هم چارواکو تایید کړې چې په کیانشهر سیمه کې د ګازو د چاودنې له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د چاودنو تر راپورونو وروسته د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د ایران د سمندري ځواک د قومندان علیرضا تنګسیري د وژنې خبره رد کړه.
اسراییلي چارواکو هم ویلي چې دوی په ایران کې د شنبې ورځې په چاودنو کې لاس نه لري.
دا وروستۍ څو ورځې پر ایران د امریکا د پوځي اقدام امکان د کورنیو او نړیوالو رسنیو یوه مهمه موضوع ګرځیدلې.
په ګڼو رسنیو کې راغلي چې متحده ایالتونو په لویو پوځي جنګي بیړیو سربېره ګڼې جټ او تېل وړونکې الوتکې په سیمه کې ځای پر ځای کړی.
د امریکا لویه پوځي جنګي الوتکې وړونکې بیړۍ یو اس اس ابراهام لینکلن هم منځني ختیځ کې لنګر اچولی.
د لویو لارو د خلاصون هڅې؛ ګڼو ولایتونو کې لا هم د درنو واورو او بارانونو اټکل شوی
د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې په غور، دایکندي او میدان وردګ ولایتونو کې یې یو شمېر لارې د ټرافیکو پر مخ پرانیستي دي.
د دغه وزارت ویاند اشرف حق شناس شنبې ناوخته په خپله ایکس پاڼه ویلي چې دغو ولایتونو کې یو شمېر لارې د واورې د ورېدو او د توپان له امله موقتاً تړل شوې وې.
د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د فبروري تر څلورمې پورې د درنو واورو او بارانونو د ورېدو اټکل شوی. واردمخه په اکثرو سیمو کې لارې بندې دي.
یوه هم د سالنګونو لویه لار ده چې پلازمینه له شمال سره نښلوي.
دا لار په وقفه يي توګه پرانیستي وي خو هره شېبه یې د بیا بندېدو امکان شته ځکه سالنګونو کې د واورې د ورېدو اټکل شوی او هوا تر منفي پنځلسو پورې سړه ده.
د ټولګټو وزارت ویاند ښاغلي حقشناس له موټر چلوونکي غوښتي چې په واروینو او صعب العبورو لارو د سفر پر مهال ګرمې جامې، خوراکي توکي، اړین روغنیات او د موټرو لپاره ځنځیر یا چېن ولري.
حج کې د افغانستان ۳۰زره ونډې؛ د حج مصارف هم ۱۵زره افغانۍ کم شوي
د راتلونکي ۱۴۰۵ کال د حج لپاره افغانستان ته د دېرشو زرو کسانو ونډه ورکړل شوې ده.
دا خبره د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب د شنبې په ورځ کابل کې یوه خبري کنفرانس ته کړې ده.
د ښاغلي ثاقب په خبره سږ کال به هر افغان زیارت کوونکی ۲۶۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ فیس ورکوي چې دا اندازه پیسې د تېرې دورې په مقایسه څه باندې ۱۵ نیم زره افغانۍ کمې دي.
د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي وویل چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د انتقال لپاره واردمخه له آریانا او کام ایر هوایي شرکتونو سره تړونونه لاسلیک شوي.
تمه ده د حج مراسم په څه کم څلورو نورو میاشتو کې ترسره شي.
د ګډو ګټو امنیتي تړون له تاجکستان سره پوځي مرسته کوي
د ګډو ګټو امنیتي تړون وایي، د تاجکستان-افغانستان د پولي پر اوږدو د وسله والو نښتو د زیاتیدو له امله به د تاجکستان سرحدي ځواکونه په پرمختللو تجهیزاتو او وسلو سمبال کړي.
دا پریکړه وروسته تر دې وشوه چې د پنجشنبې په ورځ د تاجکستان امنیتي ځواکونو د ختلان په ولایت کې د مخدره موادو له شکمنو قاچاق وړونکو سره نښته وکړه. د دې نښتې په ترڅ کې د تاجکستان د سرچینو په وینا درې وسله وال وژل شوي او نور د افغانستان لور ته تښتیدلي دي.
د ګډو ګټو د امنیتي تړون د مشر تالات بیګ مسادیکوف په وینا روسي رسنیو نن راپور ورکړ چې تاجکستان ته د وسلو د ورسپارلو لست چمتو کوي، خو تر اوسه دا موضوع نه ده روښانه شوې چې کله به دا وسلې تاجکستان ته سپارل کیږي.
روسیه، بلاروس، قزاقستان، قزغزستان او تاجکستان د ګډو ګټو د امنیتي تړون غړي دي.
د بلوچستان په ننیو نښتو کې تر ۷۰ زیات کسان وژل شوي
د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون په لږ تر لږه دولسو سیمو حکومت مخالفه وسله والو نن همغږه عملیات ترسره کړل.
یوه امنیتي مسوول چې نه یې غوښتل څیره یې ښکاره شي او نوم یې یاد شي فرانس پریس اژانس ته وویل چې د دې بریدونو پرمهال د پنځو ملکیانو په ګډون لږ تر لږه لس امنیتي سرتیرې وژل شوي او اته پنځوس مخالف وسله له منځه تللي دي.
تر دې څرګندونو مخکې نن سهار له کوټې، پسني، مستونګ، نوشکي او ګوادر څخه د نښتو او چاودنو راپورونه خپاره شوي وو.
بلوچ بیلتون غوښتونکو( بلوچ لیبریشن ارمي) ډلې د دې همغږه عملیاتو مسوولیت منلی دی.
په دوو ورځو کې د افغانستان د دوو سفارتونو د بندیدو اعلان
په توکیو کې د افغانستان سفارت سر له ننه بند شو.
په جاپان کې د جمهوري نظام د وخت سفیر شیدا محمد ابدالي په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې په خواشینۍ له توکیو روان دی. بل لور ته پرون د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په کانبیرا کې به د افغانستان سفارت د جنون په میاشت کې وتړل شي.
په بلوچستان کې د بیلتون غوښتونکو همغږه عملیات روان دي
د پاکستان په بلوچستان کې بلوچ بیلتون غوښتونکو د مرکز کوټې په ګډون په بیلابیلو سیمو کې نن په یوه وخت عملیات پیل کړې دي.
په کوټه کې یوه امنیتي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، فرانس پریس اژانس ته وویل چې د ماشینداروو او ځانمرګو دا همغږه عملیات په ټول بلوچستان کې ترسره کیږي، په ځانګړي ډول په کوټه، پسني، مستونګ، نوشکي او ګوادر کې.
صوبایي حکومت بیړنی حالت اعلان کړی دی.
بلوچ بیلتون غوښتونکو( بلوچ لیبریشن ارمي) ډلې د دې همغږه عملیاتو مسوولیت منلی دی.
تهران له واشنګتن سره روغې جوړې ته چمتوالی څرګند کړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له امریکا سره یوه تړون ته چمتوالی څرګند کړ.
عباس عراقچي نن په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې هیواد یې له واشنګتن سره سم او منصفانه توافق ته چمتو دی. عراقچي وایي چې ایران چمتو دی چې اټومي وسلې جوړې نه کړي خو د دې په بدل کې دې پر تهران لګیدلي بندیزونه لرې شي.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د پنجشنبې په ورځ ویلي و، چې ایران ته یې داسې ضرب الاجل ټاکلی دی چې هغوی پرې پوهیږي.
ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې دا هم وویل چې د امریکا ډیرې سترې جنګي بیړۍ د ایران په لور روانې دي.
د رفح پوله سر له یکشنبې پرانیستل کیږي
ټاکل شوې ده چې د غزې او مصر ترمنځ د رفح پوله سر له سبا پرانیستل شي. دا ګام د غزې لپاره د واشنګتن له لورې د سولې د وړاندې شوي پلان برخه ده.
د اسراییل پوځ وویل چې رفح پوله به د محدودو پلیو کسانو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي او هغه کسان به له دې لارې د تیریدو اجازه ولري چې د اسراییل له لورې یې تایید شوي وي. په ورته وخت کې به د دې کسانو د تګ راتګ چارې اروپایي ټولنه څاري.
رفح د غزې یوازینۍ پوله ده چې له اسراییل سره شریکه نه ده.
د غزې دا پوله د دوه زره څلرویشتم کال د مې له میاشتې راهیسې بنده ده.