خبرونه
ولسمشر ټرمپ د ایران پر ضد په جګړه کې د بریتانیا پر نه ګډون نیوکه وکړه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ پر ایران د اسرائیل او امریکا په لومړنیو بریدونو کې د بریتانیا پر نه ګډون یو ځل بیا نیوکه وکړه او ویې ویل: «دا ډېره خواشینوونکې ده چې دا اړیکه نور د پخوا په شان نه ده.»
د امریکا ولسمشر د سېشنبې په ورځ (۱۲ حوت) له سن ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې امریکا په منځني ختیځ کې د پوځي عملیاتو د پرمخ بیولو لپاره بریتانیا ته اړتیا نه لري، خو زیاته یې کړه چې د دغه هېواد صدراعظم «باید مرسته کړې وای».
هغه همداراز فرانسه داسې هېواد وباله چې د ده په وینا په دې موضوع کې یې «عالي» عمل کړی، او زیاته یې کړه چې د بریتانیا دریځ له نورو متحدانو سره توپیر درلود.
د بریتانیا د باندنیو چارو وزیر د یکشنبې په ماښام اعلان کړی و چې امریکا ته به اجازه ورکړي څو د دفاعي بریدونو لپاره د بریتانیا له پوځي اډو کار واخلي. خو د ایران پر ضد په لومړني برید کې له دغو اډو څخه کار نه و اخیستل شوی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ازبکستان له افغانستانه د وارداتو د زیاتوالي خبر ورکوي
د ازبکستان د صدراعظم مرستیال جمشید خواجه یف چې د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته تللی، په روان کال کې خپل هیواد ته له افغانستانه د وارداتود زیاتوالي خبر ورکوي. په هغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د یکشنبې په ورځ د طالبانو له ریس الوزرا ملا محمد حسن اخند سره د هغه د کتنې په اړه خپره کړې، خواجه یف ویلي چې تېر کال یې هیواد ته د افغانستان مجموعي صادرات ۱۵۰ میلون ډالره وو خو د روان کال له پيله تر اوسه ازبکستان ته د افغانستان صادرات ۱۱۱ میلیون ډالرو ته رسېدلي او تمه ده چې د کال تر پایه دغه کچه نوره هم زیاته شي. افغانستان ترډیره وچې او تازه میوې، پنبه، د ډبرو سکاره اوغالۍ ازبکستان ته صادروي.
خواجه یف همدارنګه ویلي چې ازبکستان تر اوسه افغانانو ته ۵ زره ویزې ورکړي چې د هغه په ټکو دا د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا ښودنه کوي. د ازبکستان د صدراعظم مرستیال چې د لوړپوړوچارواکو، سوداګرو او پانګوالو د یوې لوی پلاوي په مشري کابل ته تللی، دغه راز یې د طالبانو د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او یوشمیرنورو چارواکو سره هم لیدنې کتنې ترسره کړي دي.
په تیرو څه کم پنځوکلونوکې چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسیدلي، د منځنۍ آسیا د یوشمیرنورو هیوادونو پرتله له ازبکستان سره یې په ډیرو برخو کې اړیکي پراخې شوې دي.
اوچا: که سږکال لازمه بودیجه ترلاسه نکړي، په افغانستان کې ملیونونه ماشومان به له ژوند ژغورونکو مرستو بې برخې شي
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره، اوچا خبرداری ورکوي چې که په روان کال کې لازمه بودیجه ترلاسه نکړي نو په افغانستان کې به ملیونونه ماشومان له ژوند ژغورونکو روغتیایي او تغذیوي خدمتونو بې برخې شي.
اوچا د یکشنبې په ورځ پرخپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې هر ماشوم د دې حق لري چې سالمه او پیاوړې وده وکړي. خو د بودیجې کمښت په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د ۵،۷ میلیونو ماشومانو او میندو لپاره د تغذیې پروګرامونه له ګواښ سره مخ کوي.
په افغانستان کې ښکیلو د ملګروملتونو ډیرو نورو ادارو هم په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو وضعیت د اندیښنې وړبللی دی. د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په دې هیواد کې خوارځواکي پراخه شوې او په ځوارځواکۍ اخته ۵ میلیونه ماشومان او میندې درملنې ته اړتیا لري.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د بودیجې د سخت کمښت له امله یې په افغانستان کې د ۴۴۵ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه یا ځنډول شوي او یا هم په بشپړ ډول درول شوي دي.
ګوتیریش: پرسوریې لګول شوي ټول بندیزونه باید لیرې شي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د ټولو هغو بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه چې د بشارالاسد د واکمنۍ په موده کې پرسوریه لګول شوي دي.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، ګوتیریش دغه غوښتنه د یکشنبې په ورځ سوریې ته د خپل دوه ورځني سفرپه پای کې وکړه.
د امریکا په ګډون لوېدیځو هېوادونو تر دې وړاندې پرسوریې لګول شوي یوشمیربندیزونه لیرې کړي خو د فرانس پرېس په وینا، پانګه وال لا هم له احتیاط څخه کار اخلي. نړیوال بانک اټکل کړی چې له جګړې وروسته د سوریې د بیارغونې لپاره شاوخوا ۲۱۶ میلیارډه ډالرو ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په دمشق کې یوې خبري ناستې ته وویل:
"زه د هغو اقداماتو هرکلی کوم چې د بندیزونو د کمېدو او د اقتصادي پرمختګ لپاره د نویو فرصتونو د رامنځته کېدو لامل شوي دي، خو ټول دغه بندیزونه باید ژر تر ژره لغوه شي."
ګوتیریش د شنبې په ورځ سوریې ته تللی و چې دا د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې دمشق ته د ملګرو ملتونو د یوه سرمنشي لومړنی سفر بلل کېږي.
ایران وایي، د امریکا د بریدونو له درولو سره یې پرخلیج هیوادونو بریدونه درولي دي
ایران وایي له تیرو دووشپو راهیسې چې امریکا بریدونه درولي، په منځني ختیځ کې یې د امریکا پر متحدینوخپل غچ اخیستونکي بریدونه درولي دي.
د فرانسپرس آژانس د راپورله مخې د ایران د پوځ ویاند محمد اکرمي نیا د یکشنبې په ورځ وویل: "دې بریدونو تر دوو شپو مخکې دوام درلود، خو په تېرو دوو شپو کې امریکایانو خپل بریدونه درولي دي." د نوموړي په خبره دې ته په پام چې د ایران دریځ "غچ اخیستونکی دی" نو دوی هم هم خپل غچ اخیستونکي عملیات درولي دي.
د راپورله مخې د امریکا له خوا په وروستیو بریدونو کې چې نژدې دوو اونیو کې یې هره شپه پرایران ترسره کول، دغه ځند، د هغو راپورونو له خپریدو وروسته راغلی چې وایي، د مهماتو د کمېدو اندېښنو د واشنګټن له خوا د جګړې د لا پراخېدو پلانونه محدود کړي دي.
CNN د پنټاګون د یوې سرچینې له قوله چې هویت یې ندی افشاکړی، راپور ورکړی چې د ایران پر ضد د امریکا عملیات "درول شوي" دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د دوو چارواکو له قوله چې له موضوع خبردي ویلي چې د عملیاتو د پراخولو پلانونه تر یوه حده د مهماتو د کمېدو له امله ځنډول شوي دي.
دې ورځپاڼې ویلي چې ولسمشر ټرمپ له دې خطر سره هم مخ دی چې که جګړه په منځني ختیځ کې لا پراخه شي، د خلیج له زیانګالو متحدینو سره ښایي اړیکې ترینګلې شي او د نړۍ اقتصاد له نورو ستونزو سره مخامخ شي.
افغان لیکوال او ژورنالیست، شفیق الله دردمل ومړ
لیکوال، شاعر او ژورنالیست شفیق الله دردمل ومړ.
نوموړي لسیزې د افغانستان په چاپي او غږیزو رسنیو کې کار کړی او مخکې په اریانا پوهنتون کې د ژورنالیزم استاد و.
هغه یو مهال د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون د ډرام او ډیالوک څانګې مشر او په افغان نشراتي مرکز کې یې هم د ډرامو د لیکوال او پروډیسر په توګه کار کړی دی.
شفیق الله دردمل له اوږدې مودې راهیسې ناروغه و چې بلاخره یې یکشنبه د چنګاښ څلورمه د ۷۵ کلونو په عمر په خپل کور کې ساه ورکړه.
د ازبکستان دمرستیال صدراعظم جمشید خواجه یوف له ملا محمد حسن اخوند سره په سوداګرۍ او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي
د ازبکستان دمرستیال صدراعظم جمشید خواجه یوف په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی دافغانستان-ازبکستان تجارتي فورم لپاره کابل ته تللی.
د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي چې د ازبکستان سوداګر او پانګه وال د افغانستان د کانونو د استخراج ، انرژۍ، د فلزاتو ویلې کولو او د کرنې د میکانیزه کولو په برخه کې ځانګړې لیوالتیا لري.
دازبکستان دمرستیال صدراعظم جمشید خواجه یوف د یکشنبې په ورځ په ارګ ماڼۍ کې د طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او نورو لوړپوړو چارواکو سره هم کتلي.
د طالبانو د حکومت په بیان کې د ازبکستان د صدراعظم د مرستیال په حواله راغلي چې افغانستان د ازبکستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او د اوسني سفر هدف د پانګونې او سوداګرۍ په برخو کې د ژمنو شویو پروژو د عملي کار پیل او ارزونه ده.
افغانستان تېر کال ازبکستان ته د ۱۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت وچې او لمدې میوې، پنبه، ډبرو سکاره او غالۍ لیږي.
له هغې خوا بیا تصیفه شوي تیل، غنم، بریښنا او حبوبات واردیږي.
په برلین کې د همجنسپالو په یوه پرېډ باندې برید سره ۱ کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان دي
د جرمني په پلازمینه برلین کې یوه بریدګر خپل موټر د همجنسپالو په یوه جشن وروستی یو کس یې وژلی او ۱۶ نور یې ټپيان کړي.
پېښه شنبه ناوخته د همجنسپالو د کلني جشن پرمهال د برلین په تیرګارټن سیمه کې شوې.
د جرمني صدراعظم فریردیش مرتڅ دا پېښه غندلې او د المان په ټولنه یې برید بللی.
هغه ویلي چې دا برید به په ډېر جدي ډول وڅېړل شي.
پولیسو د هغه بریدګر د لټون هڅې کوي چې خپل موټر یې په خلکو ور وستی دی.
پولیس وایي چې دوی د عبدل.ب په نوم په یوه کس چې ۲۱ کلن دی شکمن دي او د هغه د نیولو هڅې کوي.
په فرانسه او هسپانیه کې پراخې اورلګېدنې; سلګونه زره کسان له خپلو کورونو بیځایه شول
د شنبې تر ورځې د فرانسې په سوېل لوېدیځ او د هسپانیې د مادرید ښار شاوخوا سیمو کې د پراخو اورلګېدنو له امله تر ۲۶۷ زرو ډېر کسان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
په فرانسه کې شاوخوا ۱۹۷ زره کسان د بوردو ښار او نږدې سیاحتي سیمو څخه ایستل شوي او حکومت د اور د مخنیوي لپاره پوځي ځواکونه هم سیمې ته استولي دي.
په هسپانیه کې هم د مادرید لوېدیځو کلیو څخه شاوخوا ۷۰ زره کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.
د دواړو هېوادونو چارواکو ویلي چې سلګونه اوروژونکي د اور د مهارولو هڅې کوي. که څه هم د ځینو اورلګېدنو شدت کم شوی، خو خطر لا هم پر ځای دی.
د فرانسوي چارواکو د معلوماتو له مخې، اورلګېدنو تر اوسه نږدې ۹۸ زره هکټاره ځمکه سوځولې ده. په هسپانیه کې هم شاوخوا ۲۵ زره هکټاره ځمکه د اور ښکار شوې ده.
کارپوهان وایي، د اقلیمي بدلون له امله د تودوخې څپې او وچکالۍ د دغو اورلګېدنو شدت زیات کړی دی.
اروپایي ټولنې هم د اور وژنې الوتکو په استولو سره د دغو اورلګېدنو د مهار په هڅو کې مرسته کړې ده.
په سوریه کې د دوو بسونو ټکر؛ ۳۵ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان
په سوریه کې د دوو بسونو د ټکر له امله لږ تر لږه ۳۵ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) د روغتیايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دا پېښه د شنبې په ورځ، د دمشق او د دېرالزور ولایت ترمنځ پر لویه لاره رامنځته شوې ده.
د سوریې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یو بس امنیتي ځواکونه لېږدول او بل بس ملکي کسان انتقالول.
د پېښې خپاره شوي انځورونه ښيي چې له ټکر وروسته یو بس اور اخیستی دی.
د رپوټ په اساس د ټپیانو د لېږد او د ژغورنې د عملیاتو لپاره پوځي چورلکې هم د پېښې ځای ته استول شوې دي.
د سوریې چارواکو تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی څرګند کړی. دغه لویه لاره د پرلهپسې ټرافیکي پېښو له امله د «مرګ سړک» په نوم هم پېژندل کېږي.
سوریه چې کلونه په کې کورنۍ جګړه روانه وه، د سړکونو په شمول یې پراخې زېربناوې زیانمنې شوي دي.
د هند د پوهنې وزیر له پراخو اعتراضونو وروسته استعفا وکړه
د هند د پوهنې وزیر، دهرمندرا پرادان، د کانکور ازموینو د ګډوډۍ پر ضد د محصلینو او ځوانانو له پراخو اعتراضونو وروسته د شنبې په ورځ استعفا وکړه.
په وروستیو ورځو کې زرګونو مظاهرهچیانو په نوي ډیلي او د هند په نورو ښارونو کې د تعلیمي نظام د اصلاح او د پوهنې د وزیر د ګوښه کېدو غوښتنه کوله.
پرادان د شنبې په ورځ په اېکسپاڼه ولیکل چې خپله استعفا یې صدراعظم نریندرا مودي ته سپارلې ده.
د «CJP» په نوم اعتراضي غورځنګ د وزیر له استعفا وروسته د اعتراضونو د پای اعلان وکړ او ویې ویل چې د مظاهره چیانو اساسي غوښتنې پوره شوې دي.
دغه اعتراضونه په پیل کې د کانکور د ازموینو د پوښتنو د افشا کېدو له امله پیل شوي وو، خو وروسته د ځوانانو د بېکارۍ او د ښوونیز نظام د اصلاح غوښتنو ته هم وغځېدل چې د نریندرا مودي د حکومت لپاره یوه ستره ننګونه وګڼل شول.