د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ کب ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۲

خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې نن په شپږمه ورځ هم دوام لري

د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه د سې‌شنبې په سهار شپږمې ورځې ته داخله شوه، په داسې حال کې چې دواړه لوري د جګړې په ډګر کې د لاسته راوړنو ادعاوې کوي او د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته، په ځانګړي ډول د کندهار په جنوبي ولایت کې، د هوايي بریدونو راپورونه ورکول کېږي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند نن سې‌شنبې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې جګړه روانه ده د طالبانو ځواکونو د پاکستان یو لوی زغره‌وال پوځي مرکز نیولی او هلته یې یو زغره‌وال ټانک ویجاړ کړی دی.

دا وروستۍ څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د مارچ په دوهمه، دوشنبه ناوخته، په کندهار کې د پاکستان د هوايي بریدونو راپورونه خپاره شول. راپورونه وايي چې د کندهار په څو پوځي مرکزونو د بې پېلوټه الوتکو بریدونه شوي دي.

د پاکستان او طالبانو ادعاوې په خپلواک ډول تایید کېدای نه شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

‌د خوړو د نړیوال پروګرام مشر؛ ۲۰۰ زره افغان ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي

‌د خوړو د نړیوال پروګرام مشر وايي،" ۲۰۰ زره افغان ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي".

د دغه پروګرام مشر جان ایلیف د سه شنبې په ورځ په جېنوا کې خبري کنفراس ته وویل،" د ماشومانو ترمنځ خوارځواکي مخ په زیاتیدو ده، تیرکال مو د افغان ماشومانو د خوارځواکۍ تر ټولو لوړه کچه ثبت کړې وه، خو سږکال ۳میلیونه او ۷زره ماشومان د خوارځواکۍ په برخه کې درملنې ته اړتیا لري".

د ایلیف په ټکو،" د ملګرو ملتونو ادارې د بودیجې د کمښت له کبله په خوارځواکۍ د هرو څلورو ماشومانو له منځه یوازې د یو ماشوم د درملنې وړتیا لري".

د خوړو نړیوال پروګرام له دې وړاندې ویلي و چې د اوس لپاره میاشت کې له دوو میلیونو اړمنو افغانانو سره بشري مرستې کولی شي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ ډلې ۷ برمته کړي پاکستاني پوځیان وژلي

د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بلوچستان لېبریشن ارمي) وسله والې ډلې ادعا کړې چې د پاکستان هغه ۷ سرتېري یې وژلي دي چې د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې یې نيولي وو.

دې بېلتون غوښتونکې ډلې د مارچ پر درېيمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې غوښتل یې د پاکستان له حکومت سره د مذاکراتو له لارې هغه بندیان تبادله کړي خو په وينا یې چې د خبرو اترو وخت ختم شو.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ ډلې پخوا د هغو سرتېرو يوه ويډيو خپره کړې وه چې په خپلواک ډول یې کره والی تایید یا رد شوی نه دی.

تر اوسه پورې د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا ډله د پاکستان او امريکا لخوا ترهګره ګڼل کېږي.

اروپايي اتحادیې افغانستان ته ۳ الوتکې بشري مرستې ولېږلې

درې الوتکې، چې د اروپایي ټولنې بشري مرستې پکې بار وې، نن افغانستان ته ورسېدې.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ماموریت په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې د اروپايي اتحادبې دا ژوند ژغورونکي خوراکي مواد د ملګروملتو د یونسیف په همکارۍ افغانستان ته واستول شول څو هغو ماشومانو ته ورکړل شي چې له خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د پلاوي مشرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار وویل، اروپایي ټولنه له افغانستان سره د خپلو ژمنو په لړ کې هغو افغاناننو ته چې مرستو ته شدیده اړتیا لري، انرژي لرونکي خوراکي مواد استوي.

اټکل کېږي چې شاوخوا ۳.۷ میلیونه تر ۵ کلونو کشر افغان ماشومان د مغذي خوړو او پاکو اوبو د نشتوالي له امله له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

ولسمشر ټرمپ د ایران پر ضد په جګړه کې د بریتانیا پر نه ګډون نیوکه وکړه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ پر ایران د اسرائیل او امریکا په لومړنیو بریدونو کې د بریتانیا پر نه ګډون یو ځل بیا نیوکه وکړه او ویې ویل: «دا ډېره خواشینوونکې ده چې دا اړیکه نور د پخوا په شان نه ده.»

د امریکا ولسمشر د سې‌شنبې په ورځ (۱۲ حوت) له سن ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې امریکا په منځني ختیځ کې د پوځي عملیاتو د پرمخ بیولو لپاره بریتانیا ته اړتیا نه لري، خو زیاته یې کړه چې د دغه هېواد صدراعظم «باید مرسته کړې وای».

هغه همداراز فرانسه داسې هېواد وباله چې د ده په وینا په دې موضوع کې یې «عالي» عمل کړی، او زیاته یې کړه چې د بریتانیا دریځ له نورو متحدانو سره توپیر درلود.

د بریتانیا د باندنیو چارو وزیر د یکشنبې په ماښام اعلان کړی و چې امریکا ته به اجازه ورکړي څو د دفاعي بریدونو لپاره د بریتانیا له پوځي اډو کار واخلي. خو د ایران پر ضد په لومړني برید کې له دغو اډو څخه کار نه و اخیستل شوی.

سینټکام وايي، د سپاه پاسدارن مهم پوځي مرکزونه یې له منځه وړي

د سپوږمکۍ په وسیله اخیستل شوی تصویر
د سپوږمکۍ په وسیله اخیستل شوی تصویر

د امریکا پوځي چارواکو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په تازه بریدونو کې یې د ایران د سپاه پاسداران د قوماندانۍ مرکزونه، د ایران هوايي دفاعي سیستمونه، او همداراز د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو اډې له منځه وړي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سینټکام پر ایکسپاڼه په یوه پیغام کې لیکلي: «د امریکايي ځواکونو په پرله‌پسې عملیاتو کې د سپاه پاسداران د قوماندانۍ او کنټرول تاسیسات، د ایران د هوايي دفاع وړتیاوې، د توغندیو او ډرونونو د توغولو اډې او پوځي هوايي ډګرونه له منځه وړي دي.»

په همدې وخت کې، سپاه پاسداران اعلان وکړ چې د سې‌شنبې په سهار یې د بحرین د شیخ عیسی په سیمه کې د امریکا پر هوايي اډې د «بې پېلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه» کړي دي.

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د سپاه پاسداران له قوله راپور ورکړی چې په دې برید کې ۲۰ بې پېلوټه الوتکې او درې توغندي توغول شوي او ادعا یې کړې چې «د اډې د اصلي قوماندانۍ مرکز» له منځه وړل شوی، خو دغه ځواک د خپلې ادعا کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.

د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت د افغان کډوالو خلاف اقدامات موقتاً ودرول

د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت په موقتي ډول د ناقانونه افغان کډوالو پر ضد عملیات درولي دي.

پولیس وایي چې دا اقدام یو اداري ګام دی او د تګلارې دایمي بدلون نه بلل کېږي. تر اوسه د قانون پلي کولو د بیا پیل لپاره کوم مهالوېش نه دی اعلان شوی.

دا په داسي حال کې ده چې پاکستان پر افغانستان د بریدونو له پیلولو سره هممهاله د خیبرپښتونخوا په شمول په ټولو ایالتونو کې د افغان کډوالو پر ضد اقدامات سخت کړي او ډېر شمېر یې نیولي دي.

پاکستاني رسنیو نن له موضوع سره د بلدو سرچینو په قول وویل چې دا ځنډ د ځینو اداري ملاحظاتو د ارزونې لپاره شوی دی. خو چارواکو دا نه دي ویلي چې عملیات به کله یا ایا بېرته پیل شي که نه. د پولیسو استازو بیا ټینګار کړی چې دا پرېکړه باید د پالیسۍ دایمي بدلون په توګه ونه ګڼل شي، بلکې یوازې د پلي کېدونکو اقداماتو موقتي درېدنه ده.

یونسیف د افغانستان - پاکستان په جګړه کې د ماشومانو پر وژل کېدو اندېښنه ښکاره کړه

یونیسف د هغو راپورونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې پکې ویل شوي د افغانستان او پاکستان د جګړې له امله ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

یونسیف ویلي، که څه هم دوی د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندوی ماموریت (یوناما) او د ملګرو ملتونو له نورو شریکانو سره په همغږۍ د دغو راپورونو د تایید هڅه کوي، خو له اوسه څرګنده ده چې ماشومان درنه بیه پرې کوي.

د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ دا اداره وايي، له سختو جګړو وروسته، هغه کورنۍ چې تېر کال د افغانستان په ختیځ کې له ویجاړوونکې زلزلې ژوندي پاتې شوې وې، اوس ورڅخه د خوندیتوب لپاره پولې ته نژدې د بې‌ځایه شوو له کمپونو د وتلو غوښتنه کېږي. دغه کمپونه د اړینو مرستو د برابرولو لپاره جوړ شوي وو، چې پکې سرپناه، خواړه، روغتیايي خدمتونه، خوندي اوبه او د حفظ‌الصحې اسانتیاوې، د ماشومانو لپاره خوندي ځایونه، او بیړنۍ زده‌کړه شاملې وې. دغو مرستو ۱۷ زره ژوندي پاتې شویو کسانو ته خدمت کاوه، چې نژدې نیمایي یې ماشومان دي.

یونیسف له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي چې زغم وښيي، د ملکي وګړو ژوند خوندي کړي، او د نړیوالو او بشري حقونو د قوانینو له مخې خپل مکلفیتونه ادا کړي.

د ایران د وژل شوي مشر د میرمنې مړینه هم تایید شوه

د ایران وژل شوی مشر ایت الله خامنه ای ، ارشیف
د ایران وژل شوی مشر ایت الله خامنه ای ، ارشیف

ایراني رسنیو د اسراییلو په برید کې دایران د وژل شوي مشر ایت الله خامنه ای د میرمنې منصوره خجسته باقرزاده مړینه هم تایید کړه.

د ازادې اروپا راډیو ایراني څانګې راډیو فردا د دوشبنې په ورځ ( د کب په ۱۱مه ) رپوټ ورکړ چې د خامنه اي میرمن په برید کې د کوما حالت ته تللې وه چې اوس یې سا ورکړه.

په ایران باندې بریدونو کې د خامنه ای د یوې لور ، نګور او زوم په شمول د کورنۍ یوشمیر نورغړي هم وژل شوي دي.

ولسمشر ټرمپ : په ایران کې ګن اهداف ترلاسه شوي دي

ولسشمر دونالد ټرمپ ، ارشیف
ولسشمر دونالد ټرمپ ، ارشیف

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې امریکايي عسکرو ته د مډالونو د ورکړې په مراسمو کې یوځل بیا وویل چې په ایران باندې د امریکا روان برید څلور اهداف لرې ; دایران راکټي وړتیا ختمول، د ایران د سمندري ځواکونو له مینځه وړل ، له اټومي پروګرام او "تروریستو" ډلو ته د وسلولیږلو څخه د ایران لاس اخیستل.

ټرمپ وویل چې امریکايي ځواکونو تراوسه لس ایراني جنګي بیړۍ غرقې کړي دي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې د امریکا اردو له هغه پلانه چې مخکې یې جوړ کړی وو ډیره مخکې شوې او تراوسه یې خپل اهداف ترلاسه کړي خو کیدای شي نور وخت هم وغواړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG