د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

په افغانستان کې د امریکا د پوځي عملیاتو پیلېدو په اړه د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


نشنل انټرسټ خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د امریکا او متحدینو یې د پوځي عملیاتو د پیل د کلیزې په اړه یو مطلب لیکلی دی.

د لیکوال په خبره تېره شنبه یعنې د ا کتوبر اوومه نېټه شاید د ډېرو امریکاییانو لپاره یوه عادي ورځ وي، خو دا عادي ورځ نه وه بلکې په افغانستان کې د القاعده شبکې او طالبانو پر سنګرونو د امریکا د لومړني بمي برید شپاړسمه کلیزه وه، د هغه پوځي کمپاین پیل وو چې د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش اعلان کړ او د امریکا خلک یې د دې جګړې په اړه زغم، ارادې او ملاتړ ته راوبلل.

د نشنل انټرسټ خپرونه زیاتوي، د دغې شپاړس کلنې جګړې هدف ښکاره او روښانه وو.

د امریکا پر متحده ایالاتو د تروریستانو لخوا برید وشو، زرګونه تنه په هغو بریدونو کې ووژل شول او له القاعدې څخه انتقام حتمي وو.

طالبانو چې دغې ډلې ته پناه ورکړې وه، هم یوه عبرتناک درس ته اړتیا درلوده.

د لیکوال په خبره په افغانستان کې د دغو عملیاتو چې تل پاتې ازادي نوم ورکړل شوی وو، د پیل په لومړیو دریو میاشتو کې هغو کسانو ته سزا ورکول شامل وو چې په اصطلاح د امریکا دروازه یې په ګوتي ټکولې وه او امریکا باید د هغو دروازه په سوک وهلې وای.

د دې مقالې د لیکوال په خبره دا د هغو کسانو سزا وه چې په یوه ورځ یې درې زره امریکاییان ووژل.

لیکوال زیاتوي د جنایتکارانو ملاتړيو هم باید سزا لیدلې وای.

د نشنل انترسټ مقاله بېرته ورګرځي هغه ټکي ته چې د امریکا دریو ولسمشرانو په افغانستان کې د جګړې رهبري وآزمویله، دغه هېواد ته د لا نورو امریکایې پوځیانو د استولو پریکړه وشوه او جګړه لا هم دوام لري.

خپرونه په پای کې لیکي، جګړه دوام لري او دومره اوږده شوه چې حتی په خپله امریکاییانو هیره کړه.

دې لوکال:

یوې بلې سویډنۍ ورځپاڼي The Localدې لوکال، د افغانستان اړوند یوې بلې موضوع ته کتنه کړې او په خپله وروستۍ ګڼه کې یې د افغانستان د کډوالو په اړه لیکلي دي.

ورځپاڼه لیکي د سې شنبې په سهار تر سلو ډېر کسان د سویډن یوه توقیفځای ته نېږدې راټول شوي او د هغو افغان ځوانانو په اړه یې اعتراض وکړ چې په زوره له سویډن څخه ایستل کېږي.

یو له اعتراض کوونکو ویان دلسوز وو چې دې لوکال ورځپاڼي ته یې ویلي، د افرادو او عمده بنسټونو لکه د سویډن کلیسا، سور صلیب، سیف د چلډرن او د بخښنې نړیوال سازمان د اعتراضونو سره سره د سویډن حکومت د افغان ځوانو کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ته دوام ورکړی دی.

د ورځپاڼي په لیکنه ډېری اعتراض کوونکي هغه کسان و چې له دغو کډوالو سره یې شخصي اړیکي درلودې.

نیلي لینتینګ یوه له دغو اعتراض کوونکو څخه وه چې د محمد به نوم یو افغان یې په خپل کور کې ساتلی او اوس چې محمد اتلس کلن شوی، نور په سویډن کې د اوسېدو اجازه نه لري.

لینتیګ دې لوکال ورځپاڼي ته ویلي چې د محمد مور او پلار د هغه په ماشومتوب کې وژل شوي وو او محمد له اته کلنۍ څخه د افغانستان په سختو شرایطو کې کار کاوه او له رواني ستونزو سره مخامخ دی.

دا وایي یوازي د محمد لپاره اعتراض نه کوي بلکې ډېری افغانان د جبري ایستلو وړاندي.

XS
SM
MD
LG