د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

د کانونو او پټرولیم وزارت: د کانونو د مدیریت په نوې نقشه کې شفافیت حتمي کېږي


د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د نوې نقشې او تګ‎لارې له مخې د کانونو په سکټور کې لازم اصلاحات رامنځته کېږي.

دا وزارت وايي چې د کانونو د مدیریت او قراردادونو د تنظیم د نوې نقشې له مخې د دغه سکټور شفافیت حتمي کېږي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د کانونو د تنظیم او مدیریت لپاره تر اوسه داسې تګ‎لاره نه‎وه چې حکومت دې سل په سلو کې نظارت وکړي او بیا دې خلکو ته ځواب ویونکی وي.

دی وايي، د دې تګ‎لارې له مخې د کانونو په برخه کې د تېرو ۱۶ کلونو په قراردادونو کې په منطقي سر ته رسېدو ټينګار شوی او تر څنګ‌یې لویو پروژو ته زمینه برابرېږي.

مطفي زیاته کړه:

"زموږ ځيني قرارادونه په حقوقي، اقتصادي او تخنیکي برخو کې ستونزې لري چې باید حل شي او په دې سکټور کې چې کومې اسانتیاوې رامنځته کېدلای شي باید هغه رامنځته شي، د دې تر څنګ بهرنۍ پانګونه ده چې باید مصونه شي، د چاپېریال ساتنې موارد دي، موږ به وکولای شو د دې تګ‎لارې پر مټ افغان حکومت هغه ژمنې پوره کړای شي چې لري یې او له ټول ظرفیته به ګټه واخیستلی شي."

د کانونو وزارت مشرتابه د کانونو په سکټور کې د اصلاحاتو او مدیریت د لارې دا نقشه تېره ورځ له ولسمشر سره هم شریکه کړې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني د کانونو د مدیریت د لارې نقشه د کانونو سکټور د وضعیت د ښه‌والي لپاره یو مهم پیل بللی، ویلي يې دي د کانونو په سکټور کې د پام وړ اصلاحاتو لپاره باید دا نقشه عملي شي.

د افغانستان د کانونو وزارت په دې باور دی چې دا نقشه د کانونو د سکټور ستونزې لیرې کوي او له کانونو څخه د ناسمې ګټه اخیستنې مخه به ونیسي.

په داسې حال کې چې یاد وزارت د دغې نقشې موارد د دوو پړاوونو "دوه کلونو او پنځه کلونو" لپاره په نظر کې نیولي، د کانونو د برخې یو شمېر څېړونکي دا وزارت د اوږد مهاله لیدلوري او حقوقي ثبات په نشتوالي تورنوي.

د کانونو لپاره اوږد مهاله ستراتېژي نه‎لرو.

له ډلې يې سید زمان هاشمي ازادي راډیو ته وویل، د کانونو وزارت باید په دې اړه یو ځانګړی دریځ ولري چې د افغانستان کانونه څنګه او کله د کېندلو وړ دي.

دی وايي:

"عمده ستونزه دا ده چې موږ او تاسې د کانونو لپاره اوږد مهاله ستراتېژي نه‎لرو چې ۲۰ کاله وروسته باید کانونه په کوم حالت کې وي، دلته ستراتېژي نه‌شته او هر وزیر چې راځي له خپلې خوښې سره سم عمده تغییرات راولي او په خپله خوښه پلانونه، قانون او ستراتېژي جوړوي دا ټول د کانونو په سکټور کې بحران منځته راولي."

که څه هم د کانونو او پټرولیم وزارت د افغانستان د کانونو دقیق اټکل نه‎لري، خو د امریکايي جیولوجي پوهانو یوه وروستۍ سروې ښيي چې افغانستان له درې تریلیونو څخه د ډېرو ډالرو په ارزښت ځمکنۍ زېرمې لري.

د ملي یووالي حکومت بیا له جوړېدو راهیسې د کانونو په کېندلو او قراردادونو بندیز لګولی او ویلي یې دي چې کانونه د ولس پانګه ده او باید له لازم شفافیت وروسته وکېندل شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG