د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

مطفي: د امریکا په پانګونې سره به د افغانستان عواید نور هم زیات شي


د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت وايي، د طبیعي زېرمو د استخراج په برخه کې د امریکا په پانګونې سره به د افغانستان په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

د دغه وزارت ویاند قدیر مطفي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، کانونه د افغانستان د اقتصادي ودې او ځان بسیاینې لپاره مهم دي او دا چې د نړۍ پیاوړي هېوادونه په دې برخه کې پانګونې ته زړه ښه کوي د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره ښه زېری دی.

د کانونو او پطرولیم وزارت ویاند قدیر مطفي.
د کانونو او پطرولیم وزارت ویاند قدیر مطفي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په افغانستان د بهرنۍ مستقیمې پانګونې ملاتړ د دوو لاملونو له کبله کوو، لومړی دا چې موږ د پرمختللو وسایلو د استفادې په هدف باید په بېلابېلو برخو کې له مختلفو هېوادونو سره همکاري ولرو او دوهمه بنیادي مسئله دا ده چې هره کله بهرنۍ مستقیمه پانګونه هېواد ته راځي، مالي سرچینې هم ورسره راځي."

په افغانستان کې د طبیعي زېرمو د استخراج په برخه کې د امریکايي کمپنیو د پانګونې هوکړه د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې په څنډه کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا د متحده ایالیتونو د ولسمشر ډونالد ټرمپ

په دغه ناسته کې افغان ولسمشر د هېواد د طبیعي زېرمو د کیندنې په برخه کې، د امریکا د همکارۍ د ژمنې هرکلی وکړ او ویلي و چې د افغانستان اقتصادي پراختیا او هوساینه د افغانستان د کانونو د کیندنې په پراختیا پورې تړلې ده.

له یادې ناستې وروسته سپینې ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د افغانستان د طبیعي زېرمو د استخراج په برخه کې د امریکايي کمپنیو په پانګونې سره به له یوې خوا په افغانستان کې د متحدوایالاتو د لګښتونو یوه برخه ترلاسه شي او له بله پلوه به افغانان پر خپلو پښو ودرېږي.

د ځمکې پېژندنې د یو شمېر نړیوالو ادارو له خوا تر لاسه شویو معلومات ښي چې په افغانستان کې تر خاورو لاندې د شته طبیعي زېرمو ارزښت له ۳۰۰۰ میلیارډو ډالرو اوړي.

نا امني، د وړتیاوو نه موجودیت او د غیرو مسؤلو کسانو له لورې په غیرې قانوني توګه د یو شمېر کانونو کیندل او تفحص د دې لړۍ پر وړاندې لوی خنډونه بلل کېږي.

بېدار: بدخشان کې کان کېندنه د طالبانو د تمویل ۳مه برخه جوړوي

مېلېبن: د کانونو غیر قانوني کیندنه افغانستان ته جدي ګواښ دی

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د امریکا له خوا د افغانستان پر طبیعي زېرمو پانګونه د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره ښه پیلامه ده.

له ډلې محمد شبیر بشیري ازادي راډیو ته وویل:

"د کانونو په سکټور کې د امریکا پانګونه ډېره مهمه ده ځکه چې د کانونو سکټور د افغانستان د اقتصادي ودې، پیاوړتیا او بنسټیزې پراختیايي لپاره یوازینۍ هیله ده او فکر کوم چې دغه پانګونه باید ژر تر ژره وشي."

د ښاغلي بشیري په خبره که څه هم افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه حق لري چې له هر هېواد سره سیاسي او اقتصادي اړیکې وپالي، خو افغان حکومت ته په کار ده چې د یوې منظمې ستراتیژۍ له مخې بیاهم هغو هېوادونو ته چې په افغانستان کې د امریکا پانګونې ته د شک په سترګه ګوري قناعت ورکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG