د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، نور له امریکا سپین چکونه نه غواړو


ولسمشر اشرف غني وايي چې افغانستان نور له متحدوایالاتو سپین چکونه نه غواړي، بلکې پرېکړه یې کړې چې د فساد پرضد به مبارزه کوي، د امکاناتو د ضایع کېدو مخه به نیسي او شفاف حساب کتاب به کوی.

ښاغلي غني په نیویارک کې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې له خپل امریکايي سیال ډونالد ټرمپ سره د کتنې پرمهال خبریالانو ته په دې اړه څرګندونې وکړې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني زیاته کړه:

"موږ سپین چک نه غواړو او د هغو کارونو د ترسره کولو پرېکړه مو کړې ده چې په موږ پورې اړه لري، د فساد پر ضد مبارزه، د سرچینو او امکاناتو د ضایع کېدو د مخنیوي یقیني کول او د دې هڅو د نتیجو په اړه بشپړ حساب کتاب ورکول."

ولسمشرغني په افغانستان کې د امریکا د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې متحدوایالاتو د ټولو پوځي، ډیپلوماټیکو او اقتصادي لارو چارو د کارولو له لارې یې هلې ځلې کړي چې افغانستان له ۴۰ کلن بحران څخه وباسي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې له ښاغلي غني سره ګډ خبري کنفرانس ته یې خبرې کولې، د ترورېزم پرضد په جګړه کې د افغان ځواکونو د زړورتیا ستاینه وکړه او ویې ویل چې امریکايي ځواکونه د هغو سرتېرو مشري کوي چې د ترورېستي ډلو پرضد کلکه مبارزه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ډونالد ټرمپ وویل:

"موږ په څو دلایلو په افغانستان کې پاتې یوو چې یو عمده دلیل یې د هغو ترورېستي شبکو ځپل دي چې په بېلابېلو دلایلو تر نورې نړۍ په افغانستان کې ډېر راټول شوي، موږ هلته خپل کارونه په اغېزمن ډول ترسره کوو."

ولسمشر ټرمپ همداراز یادونه وکړه چې اوس مهال په افغانستان کې شااوخوا ۲۰ ترورېستي ډلې راټولې شوي او فعالیت کوي، خو ده زیاته کړه چې د جګړې اصول اوس بدل شوي او زیاته یې کړه چې افغان او امریکايي ځواکونو په افغانستان کې دېره ټولو ترورېستي ډلو ته سخته ضربه ورکړې ده.

په همدې حال کې ارګ وايي چې ولسمشرغني او ښاغلي ټرمپ په دې کتنه کې د ترورېزم پرضد د جدي مبارزې او همداراز د افغان ځواکونو د تمویل، تجهیز او پیاوړي کولو په اړه خبرې وکړې.

د ارګ رسمي ویبپاڼه په یوه خبرپاڼه کې وايي چې د افغانستان او امریکا ولسمشرانو د افغانستان د کانونو په سکټور کې د امریکا د همکارۍ د ژمنې په اړه هم خبرې وکړې.

بیان د ښاغلي ټرمپ له قوله لیکي چې وايي، متحدایالات به د افغانستان د پرمختګ او هوساینې لپاره د افغانستان د کانونو په ګډون، په بېلابېلو سکټورونو کې اقتصادي همکاري وکړي.

د ارګ خبرپاڼه زیاتوي، افغان ولسمشر د هېواد د طبیعي زیرمو د انکشاف په برخه کې د امریکا د همکارۍ د ژمنې هرکلی وکړ او ویې ویل، د افغانستان اقتصادي انکشاف او هوساینه د افغانستان د کانونو د سکټور په پراختیا پورې تړلې.

ښاغلي غني ویلي چې د کانونو د سکټور له انکشاف سره به افغانستان په خپلو پښو ودرېږي او خپل امنیتي لګښتونه به په خپله چمتو کړي.

XS
SM
MD
LG