د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

د ولسمشر وروستیو څرګندونو ته په کتو روانه جګړه یو طرفه کېږي؟


افغان ولسمشر د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ د بریالیتوب خبره کوي او وایي چې د مخکیني ولسشمر بارک اوباما ستراتیژي ځکه ناکامه وه چې په افغانستان کې یې شریک نه درلود.

اشرف غني یوځل بیا پاکستان ته خبرداری ورکړ چې ځان دې سمې لارې ته سیخ کړي که نه ستر تاوان به پرې کړي.

افغان ولسمشر د سپینې ماڼۍ د ستراتیژۍ ځینې نور جزئیات هم په ډاګه کړي او ویلي یې دي چې د دغې ستراتیژۍ له مخې به په راتلونکو څلورو کلونو کې د افغانستان د خاورې په سلو کې اتیا برخه کې د حکومت ترکنټرول لاندې راوستلای شي.

نوریاس نوري د افغان ولسمشرد وروستیو څرګندونو په اړه د افغانستان د سیاسي چارو له کارپوه حاجي سید داوود سره مرکه کې کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي چې د ولسمشر په وروستیو څرګندونو کې یو قاطعیت ښکاري، په تېره د پاکستان په وړاندې، فکر نه کوی چې دغه ډاډ د امریکا د نوې ستراتیژۍ په ترڅ کې د افغانستان لوري ترلاسه کړي چې په دې هېواد کې روانه جګړه به هرومرو او ژر یو طرفه کېږي.

ښاغلي حاجي داوود وویل:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:11 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG