د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

د افغانستان او امریکا ولسمشرانو سره ولیدل


نن پنجشنبه د افغانستان او امریکا ولسمشرانو سره ولیدل.

سپينې ماڼۍ ویلي و چې ولسمشران محمد اشرف غني او ډونالد ټرمپ نن د کابل په وخت په پنځو بجو او پنځه څلوېښت دقیقو سره ویني.

دواړو خواوو د افغانستان لپاره د امریکا پر ستراتېژۍ چې تېره میاشت د ډونالد ټرمپ له‌خوا اعلان شوه او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر پرون په نیویارک کې وویل چې په افغانستان کې د جګړې د ګټلو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ستراتېژي به نتیجه ورکړي.

اشرف غني په نیویارک کې د اسیا ټولنې یوې غونډې ته وویل چې د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما کړنلاره په افغانستان کې ځکه ناکامه وه چې په افغانستان کې یې شریک نه‌درلود.

خو غني وویل چې ولسمشر ټرمپ یوازې نه‌دی ځکه له افغانستان سره شریک ټیم لري.

غني زیاته کړه چې د ټرمپ د ادارې د ستراتېژۍ ځانګړتیا په دې کې ده چې هغه له موږ سره د هر اړخیزو سلا مشورو پر اساس برابره شوې ده.

ډونالد ټرمپ او محمد اشرف غني
ډونالد ټرمپ او محمد اشرف غني

د ولسمشر ټرمپ د وینا یوه برخه؛

زموږ پوځیان د جګړې په پرتله د رهبرۍ په برخه کې غوره کارونه ترسره کوي. موږ د افغانستان فوق‌العاده ځواکونه رهبري کوو چې شدیداً جنګېږي. موږ په راغلو د پام وړ پرمختګونو خبرې کوو. نو ویاړم چې تاسو او ستاسو استازي دلته یاست.

له تاسو مننه!

د ولسمشر اشرف غني د وینا یوه برخه؛

له متحده ایالاتو، په ځانګړې توګه له هغو پوځیانو مننه کوم چې قرباني یې ورکړې ده. دغه قربانۍ کولای شي اوس په یاوه پایداره افغانستان کې نتیجه ورکړي.

ښاغلي غني افغانستان ته د لازیاتو سرتېرو له استولو هم مننه وکړه.

XS
SM
MD
LG