د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

د مدیریت له اړخه د مهاجرت، کانونو او ښاري پراختیا برخو کې ارزونې


د افغانستان د څېړنې او ارزونې واحد مرکز وايي، تېرو دوو کلونو کې یې د نړیوالو متخصصینو په مرسته د مدیریت له اړخه د مهاجرت، کانونو او ښاري پراختیا برخو کې د حکومت چارې ارزولي چې ګڼې ستونزې په‎کې موجودې دي.

د دغه مرکز مشرې اورځلا نعمت د چهارشنبې په ورځ کابل کې له حکومتي بنسټونو سره د یادې څېړنې د شریکولو پر مهال وویل چې څېړنه کاملاً بې‌پري او د کره اسنادو پر اساس ترسره شوې ده.

نوموړې وايي:

"د افغانستان د څېړنې او ارزونې واحد مرکز په تېرو دوو کلونو کې وکړای شول چې د یو ډېر هر اړخیز بهیر په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو د څېړنې سربېره له مختلفو حکومتي او غیر حکومتي بنسټونو سره په مشوره داسې تحلیل او سپارښتنې چمتو کړي چې نه‌یوازې د عملي کېدو بڼه ولري بلکې د ټولو ادارو کارکوونکي او د مدني ټولنې استازي هم د دې بهیر د مالکیت احساس وکړي."

همداراز دا مرکز وايي چې د دوی څېړنه به له حکومتي ادارو سره مرسته وکړي څو چارې یې لا اغېزمنې او د رهبرۍ برخه کې خپلې ستونزې حل کړي.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې واحد مرکز له دې وړاندې هم بېلابېلو برخو کې څیړنې کړي او معمولاً خپلې څېړنې د مرکو، خبرو اترو او بحثونو له لارې ترسره کوي.

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني هم په خبرو کې د افغانستان د څېړنې او ارزونې واحد مرکز څېړنه ګټوره وبلله خو د کډوالو وزیر بیا یاده څېړنه له واقعيته لیرې بولي.

سید حسین عالمي بلخي وايي، په یاده څېړنه کې د کډوالو پر وزارت لګېدلي تورونه بې‌اساسه دي.

بلخي: څېړنه کې د کډوالو پر وزارت لګېدلي تورونه بې‌اساسه دي.
بلخي: څېړنه کې د کډوالو پر وزارت لګېدلي تورونه بې‌اساسه دي.

دی وايي:

"تاسو چې څېړنه کړې، مطالعه مو کړې او مرکې مو چې کړي حد اقل د کډوالو وزارت څخه به مو هم یوه پوښتنه کړې وی له بده مرغه دغه څېړنه د واقعیت خلاف ده، تاسو تور پورې کړی او موږ مجبور یو چې د رسنیو په مخکې له ځانه دفاع وکړو."

د کانونو وزارت سرپرسته نرګس نهان بیا وايي چې د کانونو په وزارت کې وضعیت له هغې هم خراب دی چې په څېړنه کې یې یادونه شوې ده.

نوموړې زیاته کړه:

"له بده مرغه باید ووایم هغه تجربه چې زه‌یې د کانونو په وزارت کې لرم وضعیت څو چنده له دې هم خراب دی، د کانونو وزارت په څو سطحو کې د رهبرۍ له نه‌موجودیت سره مخ دی."

د اغلې نهان په خبره د کانونو په وزارت کې له درېیو معینیتونو دوه او له ۲۸ ریاستونو ۲۲یې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

اغلې نهان همداراز وویل چې هره اداره باید دا اخلاقي جرأت وکړي چې خپلې ستونزې ومني، خو په کار ده چې د حل لپاره‌يې داسې اقدامات وکړي چې ولس‌یې غواړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG