د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

میلبین: د کانونو غیر قانوني کیندنه افغانستان ته جدي ګواښ دی


په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی فرانز میشل میلبین وايي، د کانونو غیرې قانوني استخراج د افغانستان راتلونکې ته یو جدي ګواښ دی.

د نوموړي په وینا غیرې قانونې کان کیندنې له وسله والو ډلو سره مرسته کوي، زور واکي نور هم پیاوړي کوي او په افغانستان کې بې ثباتي زیاتوي.

د اروپايي ټولنې دا ډنمارکي ډیپلوماټ وايي، دا مسئله به د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د اداري فساد پر ضد په یو کنفرانس کې راپورته کړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی فرانز سکیولډ میلبین وايي، د کانونو ناقانونه استخراج افغان دولت ته اوږد مهالی ګواښ دی.

نوموړي ازادي راډیو ته په یوې مرکې کې وویل، په دې کار سره خلک له خپلو سرچینو بې برخې کیږي او که پر وخت یې چاره ونه شي پر امنیت هم اغیز کولای شي.

د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، په افغانستان کې د کانونو د غیرې قانونې کېندنو له درکه ډیر زیات عواید تر لاسه کیږي چې یوه لویه برخه یې وسله والو ته رسیږي.

ښاغلي میلبین زیاته کړه:

"موږ دلته د سلګونو میلیونو ډالرو په اړه غږیږو او کله چې وسله والې ډلې د دې غیرې قانوني کان کیندونو پر نیمايي برخه واک لري، نو دا د دوی لپاره ډیرې زیاتې پیسې برابروي."

اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې د کانونو د استخراج یوازې په سلو کې اته په قانوني بڼه دی او نور په غیرې قانوني توګه استخراجیږي.

فرانز میلبین ازادي راډیو ته وویل، یوازې د حکومت وسله وال مخالفان نه دي چې د کانونو د غیرې قانوني کیندنو له لارې پیسې ترلاسه کوي، بلکې جنګسالاران، سیمه ییز زورواکي او ځیني حکومتي چارواکي هم په کې لاس لري.

نوموړي ټینګار وکړ چې که د غیرې قانوني کان کیندنو مخه اوس ونه نیول شي دا پدیده به پر یو جدي خطر بدله شي.

میلبین وايي، دا ډیره خواشینونکې ده چې څو کسان د ټولو افغانانو شریکه پانګه تالا ترغه کړي.

میلبین وايي، دا ډیره خواشینونکې ده چې څو کسان د ټولو افغانانو شریکه پانګه تالا ترغه کړي.
میلبین وايي، دا ډیره خواشینونکې ده چې څو کسان د ټولو افغانانو شریکه پانګه تالا ترغه کړي.

نوموړې وویل چې د پنجشنبې په ورځ به په کابل کې د اروپايي ټولنې په نوښت د اداري فساد پر ضد کانفرانس کې په افغانستان کې د غیرې قانوني کان کیندنو په اړه د خپلو څیړنو جزییات وړاندې کړي او پر هغه لارو چارو به له افغانانو سره وغږیږي چې د غیرې قانوني کان کیندونو مخه ونیسي.

ټاکل شوې ده چې افغان ولسمشراشرف غني به هم د اداري فساد پرضد په دې کنفرانس کې برخه واخلي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي دا کنفرانس د دې موضوع د راپورته کولو لپاره یو ښه فرصت وباله او ویې ویل، دا واقعاً د افغانستان د خلکو له ګټې د دفاع مسئله ده:

"هغه څه چې موږ یې اوس ترسره کول غواړو دا دي چې په دې برخه کې د خپلو موندنو نتایج عام ولس، عامو افغانانو، رسنیو، سیاستوالو او د فساد پر ضد ادارو ته وړاندې کړو. څو دوی پوه شي چې دا مسئله نور تمرکز ته اړتیا لري او دا چې د څو کسانو او مشخصو ډلو وړو او ځانګړو ګټو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې د ټولو افغانانو پر ګټو سیوری وکړي.زما په باور د دې مسئلې راپورته کول تر ټولو غوره څه دي چې موږ یې کولای شو، ځکه په دې کې هر افغان شریک دی، هر ځل چې د دوی طبیعې پانګه له هېواد وځي عادي افغانان تاواني کیږي."

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي فرانز میلبین ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د غیرې قانوني کان کیندونو مخنیوی تر ډیره د افغانانو کار دی چې باید خپلې ملي شتمنۍ خوندي کړي.

نوموړي وویل:

"په نړیواله سطحه هغه څه چې اروپايي ټولنه کولای شي دا دي چې دا مسئله راپورته کړو او دا کار به موږ د مې د میاشتې د پنځمې نېټې په کانفرنس کې وکړو."

هغه وویل، دوی به همدارنګه له هغو حکومتي او غیرې حکومتي ادارو ملاتړ هم وکړي چې غواړي په افغانستان کې د کانونو استخراج قانوني او معیاري کړي.

ښاغلي میلبین وویل، دا اړتیا په پراخه توګه محسوسیږي چې افغان حکومت باید د اداري فساد د مخنیوي لپاره نور ګامونه هم واخلي او موږ په دې برخه کې مثبت اقدامات هڅوو.

نوموړې زیاته کړه، هغه ژمنې چې موږ اوریدلې ښې او هڅونکي دي خو موږ غواړو چې په دې کال کې حکومت د دې ژمنو عملي کول پیل کړي.

XS
SM
MD
LG