د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

مخالفینو پر کانونو خپله ولکه زیاته کړې ده


د افغانستان د شفافیت د څار اداره وایې، په کانونوکې د غیرقانوني کیندنو کچه د پخوا په پرتله زیاته شوې ده.

د دغه ادارې غړي هغه راپورونه تاییدوي چې د کانونو د غیرقانوني کیندنو په زیاتیدو کې د یو شمېر دولتي او سیمه ییزو کړیو ترڅنګ د وسله والو مخالفانو ونډه هم زیاته شوې ده.

په همدې حال کې د چاروکارپوهان وایې، که پرکانونو د دولت له خوا کنټرول زیات نه شي نو دا به په افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو د تمویل دوام ته زمینه برابره کړي.

په افغانستان کې د تروریستي ډلو د مالي سرچینو په برخه کې د مخدره موادو ترڅنګ اوس داسې اندیښنې شته چې د دولت وسله والومخالفینو پر کانونو هم خپله ولکه زیاته کړې ده.

د افغانستان د شفافیت د څار اداره دا مساله تاییدوي، خو زیاتوي چې د دې ترڅنګ یو شمېر دولتي او غیردولتي کړۍ هم د کانونو په غیرقانوني استخراج کې لاس لري.

د شفافیت د څارپه اداره کې د استخراجي صنایعو د برخې مسوول اسد الله زمري ازادي راډیوته وویل:

((زه فکر کوم چي د وسله والو مخالفینو لپاره ورته له مخدره موادو نه دوهمه منبع کیدای شي کانونه یې جوړ کړي.

خو دا یواځې د مخالفینو موضوع نه ده. په ډيرو موضوعاتو کې مخالف شاید دومره کانونو ته ضربه وارده نه کړي لکه د دولت موافق چې یې واردوي.))

خو نوموړی وایې، داسې معلومات نه لري چې د کانونو د راایستلو په برخه کې د پخوا په پرتله د وسله والو مخالفینو فعالیتونه څومره زیات شوي دي.

ښاغلی زمری وایې، د طبیعي سرچینو ناسم مدیریت ځينو سیمه ییزو ډلو ته هم فرصت ورکوي څو سیمه ناامنه کړي او له کانونو څخه ناسمه ګټه واخلي.

دی ټینګار کوي، چې دولت باید د کانونو د خوندیتوب لپاره لازم میکانیزمونه رامنځ ته کړي.

د شفافیت د څار د ادارې دغه غړی همدا راز وایې، چې د مخالفینو ترڅنګ په خپله د دولت یو شمېر لوړ پوړي غړي، په پارلمان کې ځيني استازې او سیمه ییز زورواکان هم د کانونو په غیرقانوني را ایستلو کې ښکیل دي، خو د دغو کسانو د نومونو له اخیستلو څخه ډډه کوي.

له دې وړاندې ملګروملتونو هم دا منلې وه، چې د افغانستان کانونه د وسله والو د عایداتو دوهمه ستره سرچینه جوړوي.

اخوا پر طبیعي سرچینو د څار د شبکې په حواله راپورونه وایې، چې نه یواځې وسله وال مخالفین په مستقیمه توګه له کانونو څخه استفاده کوي، بلکې له هغو شرکتونو څخه هم باج ترلاسه کوي چې د کانونو او پټرولیم وزارت جواز ولري.

په همدې حال کې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند محي الدین نوري ازاديراډيو ته وویل، چې دغه وزارت د کانونو د ساتنې امنیتي طرحه له مخکې نه جوړه کړې او هغه یې د وزیرانو شورا ته هم وړاندې کړې ده.

بل خوا د اقتصادي چارو کارپوه سیف الدین سیحون ازادي راډيو ته وویل، چې که د کانونو امنیت ته جدي پاملرنه ونه شي او دغه طبیعي سرچینې د وسله والو په کنټرول کې پاته شي، نو په افغانستان کې به د جګړې اوږدیدو ته هم لاره هواره کړي:

((د ترهګرو هڅې دا دي چې د لاجورد او د راغ د سرو زرو پر کانونو ولکه ولري. کله چې دوی پرکانونو تسلط پیدا کړي نو مسلماً په افغانستان کې به د دوی فعالیتونه او جګړه سخته شي.))

بدخشان، ننګرهار، کونړ، نورستان، لوګر، میدان وردګ او ځيني نور ولایتونه هغه سیمې دي چې د شفافیت د څاربنسټ په باور په کې د مخالفینو او دولت پلوه ډلو له خوا په غیرقانوني توګه کانونه را سپړل کیږي.

د چارو کارپوهان سپارښتنه کوي چې که د کانونو ساتنې ته، چې له اقتصادي پلوه د افغانستان په خپل ځان د بسیاینې یواځينې سرچینه بلل کیږي، جدي پام و نشي نو افغانستان به په راتلونکې کې له جدي اقتصادي بحران سره مخامخ کړي.

XS
SM
MD
LG