د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

کارپوهان: د کانونو شتمي د زورواکو له خوا لوټل کیږي


کارپوهان وايي، د افغانستان د کانونو له لارې لاسته راغلي شتمنۍ د زورواکو له خوا لوټ کيږي.

د قيمتي ډبرو کانونه چې په کې لاجورد هم شامل دي، له کلونو راهيسې د يو شمېر کسانو په ولکه کې دي.

د لاجوردو کانونه د افغانستان د شتمنيو مهمه برخه جوړوي چې په دغه بې وزلې هېواد کې اقتصادي ودې ته هيلې پيدا کوي.

خو اوس مهال د لاجوردو له لارې لاسته راتلونکي شتمنۍ د طالبانو، قاچاق وړونکو او ځايي جنګسالاران د عايد ذريعه ګرځېدلي.

څېړونکي او کارپوهان وايي، له بدخشانه په غیر قانوني توګه د زرګونو ټنو لاجوردو د ايستل کېدو له کبله افغانستان میلياردونه ډالر له لاسه ورکوي.

څېړونکي او کارپوهان وايي، له بدخشانه په غیر قانوني توګه د زرګونو ټنو لاجوردو د ايستل کېدو له کبله افغانستان میلياردونه ډالر له لاسه ورکوي.
څېړونکي او کارپوهان وايي، له بدخشانه په غیر قانوني توګه د زرګونو ټنو لاجوردو د ايستل کېدو له کبله افغانستان میلياردونه ډالر له لاسه ورکوي.

د اسوشيېټېډ پريس خبري اژانس د راپور او د کانونو په اړه افغان ولسمشرمحمد اشرف غني ته د هغه د سلاکار د يادښت له مخې، عبدالمالک د پوليسو يو ځايي قومندان دی چې د يوه لوی کان کنټرول په لاس کې لري، د غيرقانوني کارګرانو په واسطه له دغه کانه لاجورد باسي او طالبانو ته پيسې ورکوي چې دوی خپل کار ته پريږدي.

قاچاق وړونکي ځايي چارواکو ته بډې ورکوي چې د دوی پر فعالیتونو سترګې پټې کړي کله چې دوی دغه ګران بيه ډبرې له کابله پاکستان ته د خرڅلاو لپاره وړي.

د نړيوال شاهد په نامه د افغانستان د نړيوال ملاتړ د کمپاين مشر سټيفن کارټر وايي، وسله والې ډلې د دغو کانونو له لارې عايد تر لاسه کوي او دغه غير قانوني کاروبار د بې ثباتي او اداري فساد له تر ټولو لویې وسيلې څخه دی او دا يوازې په بدخشان کې نه بلکه په ټول افغانستان کې.

د ښاغلي کارټر په وينا، د ګران بيه ډبرې لاجوردو په غير قانوني توګه ايستل د افغانستان د کانونو د لوټ کېدو یو کوچنۍ بېلګه ده او د ده په وينا د بنسټيز امنيت د نشتوالي په صورت کې داسې خطر هم شته چې افغانستان د منابعو په واسطه له پر مختلونکې سخت دريځۍ سره مخامخ شي.

د افغانستان په ولسي جرګه کې د بدخشان استازی جاوېد مجددي اټکل کوي چې د لاجوردو اويا فيصده عايد د طالبانو لاس ته ځي چې له کانونو سره حضور لري.

افغانستان د ډبرو سکاره، مس، اوسپنې، جست او سيماب او ګران بيه ډبرو لکه ياقوت، زمرد، سرو او سپينو زرو زېرمې لري. د دغو ګران بیه معدنياتو اصلي بيې معلومول ګران کار دی خو اټکل کيږي د افغانستان د کارنونو زېرمې د درې میليارده ډالرو ارزښت لري.

د اسوشيېټېډ پريس خبري اژانس د راپور له مخې، ډېری د لاجوردو ډبرې د پاکستان په پېښور ښار کې د چينايانو له خوا پېرل کيږي.

چارواکي وايي، چينايانو د دغو ګران بيه ډبرو په پېرلو سره چې پیسې يې د طالبانو جېبونو ته ځي، په افغانستان کې جګړه تمويلوي.

XS
SM
MD
LG