د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

ولې د کانونو وزارت په هېواد کې د کانونو سترې پروژې نه شي عملي کولای؟


د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي؛ په دغه وزارت کې د ظرفیت جوړولو لپاره کافي کار نه دی شوی؛ نو ځکه نه شي کولای د اوس لپاره پر سترو کانونو پانګونه وکړي.

د کانونو وزیر داود شاه صبا د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل؛ په کابل کې د سام یا مرسته کوونکو هېوادونو په وروستۍ غونډه کې یې د نړېوالې ټولنې څخه په دې برخه کې د مرستې ژمنه تر لاسه کړې ده.

ښاغلي صبا وویل، همدې ستونزې ته په کتو د کانونو وزرات غواړي راتلونکې پنځه کلونه تر ډېره پر وړو کانونو پانګونه وکړي:

((ښایې دا به ډېره سخته وي چې موږ د اوس لپاره د سترو پروژو په اړه فکر وکړو. بې له شکه سترې پروژې ډيرې پیچلتیاوې لري چې موږ یې مدیریتي ظرفیتونه تر اوسه په افغانستان کې نه لرو. خو هغه هم نا ممکنه نه دي.

د دې تر څنګ د کانونو ډيرې وړې پروژې شته چې له لارې یې هم موږ کولای شو کارونه رامنځ ته کړو او هم خپل ملي ظرفیتونه لوړ کړو.))

نوموړي وویل، د افغانستان د کانونو په سکټور کې زیاتې قانوني خلاوې شته او دغه وزارت په تېرو شپږو میاشتو کې کوښښ کړی؛ څو لږ تر لږه د کانونو د استخراج د صنعت لپاره یو چوکاټ رامنځ ته کړي.

د کانونو او پټرولیم وزیر دغه راز وویل شاوخوا شل بې برخلیکه واړه قراردادونه یې مطالعه کړي او ځینې یې د اداري ستونزو له امله لغوه کړي دي.

مس عینک، د حاجیګک کان او د آمو حوزې نفتي ساحه؛ هغه ستر کانونه دي چې په قراردادونو کې د ستونزو او یا هم د نا امنیو له امله په کې عملا کار نه دی پيل شوی او یا یې هم د استخراج چارې ځنډول شوي دي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د طبعي سرچینو د کمیسیون غړي دا ردوي چې ګڼې په افغانستان کې دننه د کانونو د استخراج لپاره ظرفیتونه نه شته.

د دغه کمیسیون غړي عبید الله رامین آزادي راډیو ته وویل؛ حکومت باید د کورنیو ظرفیتونو تر څنګ له بهره هم ظرفیتونه وارد کړي او د سترو کانونو په راایستلو عملاً پيل وکړي که نه نو افغانستان به هېڅ کله له دغو سرچینو څخه ګټه وانخلي:

(((هر کله چې یو وزیر راځي او پر پخوانیو کارونو چلیپا باسي؛ معنی یې دا ده چې موږ به هیڅ کله شتمني تر لاسه نه کړو او هېڅ کله به هم و نه توانیږو له خپلو سرچینو معقوله ګټه واخلو. داسي استفاده چې زموږ هېواد له بې وزلۍ و ژغوري.))

د کانونو وزیر په داسې حال کې پر سترو کانونو د پانګونې لپاره د امکاناتو د نه شتون خبره کوي چې له دې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو؛ طبعي منابع کولای شي د اوږد مهال لپاره د افغانستان اساسي عایداتي سرچینې و اوسي.

د اقتصادي چارو کارپوهان دغه راز وايي؛ حکومت باید تر هر څه مخکې له فساد سره د مبارزې لپاره جدي ګامونه واخلي؛ ځکه دې کار د کانونو حیف او میل کېدو ته زمینه برابره کړې ده.

کارپوهان دغه راز د کانونو د امنیت پر ټینګښت ټینګار کوي او وايي چې همدا کانونه اوس د غیر مسووله وسله والو او دغه راز د دولت د مخالفینو لپاره په سترو عایداتي سرچینو بدل شوي دي.

XS
SM
MD
LG